صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د عربستان د بشري مرستو د وېشلو لپاره ميكانيزم جوړېږي

د عربستان د بشري مرستو د وېشلو لپاره ميكانيزم جوړېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د عربستان د بشري مرستو د وېشلو لپاره ميكانيزم جوړېږي

دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس له لارښوونې سره سم د سعودي عربستان د مرستو داغېزمن مديريت په باب دمهاجرت له نړيوال سازمان سره داړوندو وزارتونو دهمغږى غونډه وړمه ورځ د بهرنيوچارو وزارت داداري او منابعو د معيين ډاکتر نصير احمد انديشه په مشرۍ په دغه وزارت کې جوړه شوه .

 په پيل کې ډاکتر اندېشه  دروغتيا او پوهنې په برخه کې  ددغو مرستو داغېزمن  مديريت په باب  چې دمهاجرينو اوبې ځايه شويو کسانو لپاره بېل شوى دى خبرې وکړې او داړوندو وزارتونوپه لازمې همغږۍ يې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه چې دچارو دلاسمون لپاره دې دماليې وزارت او دمهاجرت  دنړيوال  دفتر ترمنځ دهمغږى غونډه جوړه شي او دوزارتونو لومړيتوبونه دې بايد په منظم  ډول په افغانستان کې دمهاجرت دنړيوال سازمان له لوى رييس سره دافغانستان داسلامي جمهوريت د ولسمشر دغونډې په رڼا کې مشخص شي  او دغه طرحه دې دمهاجرينو دهمغږۍ  له کمېټې سره هم  شريکه شي چې د نه همغږۍ  او دتکرار مخه ونيول  شي . په دې غونډه کې دغه راز په افغانستان کې دمهاجرت  دنړيوال سازمان دبرنامو په عمومي څېړنې  يا دفعاليتونو په نسبت هم خبرې وشوې چې دغه څېړنه  دماليې له وزارت او له نورواړوندو ادارو سره په همغږۍ کې په ډېر لنډ ممکن وخت کې  عملي او رپوټ يې دحکومت مقاماتو  ته وړاندې کېږي .په دې غونډه کې چې په افغانستان کې دمهاجرت  دنړيوال  سازمان رييس ،  دملګروملتونو په چارو کې دجمهور رييس   سلاکار او دچارو دادارې دلوى رياست ، دوزيرانو  شورا ددارالانشا  او دماليې او دمهاجرينو دراستنولو دچارو دوزارتونو استازو ګډون درلود هر يو په وار سره دغونډې له اجندا سره سم له مرستو  څخه دسمې او ګټورې  استفادې اودمهاجرت  دنړيوال سازمان دبرنامو دڅېړنې په باب خبرې وکړې .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha