صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د اقتصاد عالي شورا د افغانستان د صادراتو ملي ستراتيژي تصويب کړه

د اقتصاد عالي شورا د افغانستان د صادراتو ملي ستراتيژي تصويب کړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اقتصاد عالي شورا د افغانستان د صادراتو ملي ستراتيژي تصويب کړه

د اقتصاد عالي شورا غونډه چې پرون له غرمې مخکې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ جوړه شوه، د افغانستان د صادراتو پر ملي سټراتيژۍ، لويو ماليه ورکوونکو ته د دفتر جوړولو پر طرحې او د روان موتورز خصوصي شرکت د پانګونې پر طرحې په کې بحث وشو.

په دغه غونډه کې چې د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه، په لومړۍ برخه کې يې د صادراتو ملي سټراټيژۍ چې د کانونو او پټروليم وزارت وړاندې کړه، تفصيلي بحث وشو. جمهوررييس غني د افغانستان د محصولاتو صادراتي اهميت ته په اشارې په دې اړه وويل، د صادراتو ستونزې او ارقام بايد کره او واضح شي او به بيلانس کې تغيير خورا مهم دى. هغه د صادراتو په برخه کې د ننګونو په ارزونې د ټينګار تر څنګ له خصوصي سکتوره وغوښتل چې د صادراتو لپاره هر اړخيز تحليل ترتيب کړي. د اقتصاد عالي شورا له هراړخيز بحث وروسته، دغه سټراټيژي تصويب کړه او ټينګار يې وکړ چې پر ميکانيزم دې زيات کار وشي. جمهوررييس غني زياته کړه: د اړوندو وزارتونو ترمنځ بايد همغږي زياته شي. غونډې پرېکړه وکړه چې د دغې موضوع د تعقيب په خاطر دې د اجرائيه رييس په مشرۍ د ميکانيزم د عملي کېدو په موخه غونډه وشي، تر څو په دې برخه کې اصولي لاره ولټول شي. د صادراتو په ملي سټراټيژۍ کې د توليدي برخې روزنه، د باکيفيته محصولاتو لپاره د خصوصي برخې نرمښت، د پانګونې، کار او کسب لپاره زمينه برابرول، په بازارونو کې د ملاتړ زياتوالى او د سازماني ظرفيت پياوړتيا، له دولت څخه ملاتړ او د سولې د تامين له لارې اقتصادي وده په کې شامله ده. په دويمه برخه کې، د لويو ماليه ورکوونکو لپاره د دفتر جوړولو پر طرحې چې د ماليې وزارت له خوا غونډې ته وړاندې شوه هر اړخيز بحث وشو او د اقتصاد عالي شورا دغه طرحه تصويب کړه.

د اقتصاد عالي شورا د اجنډا په درېيمه برخه کې د روان موټورز د خصوصي شرکت د پانګونې پر طرحې چې د دغې کمپنۍ  استازي وړاندې کړه، هر اړخيز بحث وشو. غونډې له بحثونو وروسته پرېکړه وکړه چې په دې اړه بايد لا زيات تحليل وشي او طرحه تعقيب شي او د تصميم نيولو لپاره څرګند وړانديزونه چمتو شي. په دغه طرحه کې په هېواد کې د زړو موټرو څخه د کار اخيستو د کموالي په منظور د غوره توليد ځايناستي کول، وطنوالو ته د کاري بوختيا برابرول، د پانګونې پراختيا او هڅونه او د پانګوالو تشويق ذکر شوي دي. د غونډې په دوام کې د ساختماني فابريکې د پراخولو لپاره د محب ګروپ کمپنۍ د مځکې غوښتنې په اړه بحث او پرېکړه وشوه چې د بانکدارۍ په چارو کې د جمهوررييس سترسلاکار اجمل احمدي دې په دوو اونيو کې د دغې موضوع د حل په موخه واضح جدول ترتيب کړي. ورپسې د کانونو او پټروليم وزارت مسوولانو د تالک ډبرو په برخه کې د پانګونې طرحه وړاندې کړه او پرېکړه وشوه چې د کانونو وزارت په دې برخه کې د مذاکرې اجازه لري.د اقتصاد عالي شورا پرېکړه وکړه چې د ماليې، کانونو او پټروليم او د صنايعو او سوداګرۍ وزارتونه دې په دې برخه کې په همغږۍ کار وکړي چې د تالک محصولات په کور دننه څنګه کارول کېداى شي. جمهوررييس غني د تالک ډبرو څخه د ملاتړ په خاطر لارښوونه وکړه د ننګرهار د شيخ مصري پارک دې د تالک په پارک بدل شي او په دې برخه کې دې د صادراتو په ظرفيت هم غور وشي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha