صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | لويه پكتيا به په صنعتي ښار بدله شي

لويه پكتيا به په صنعتي ښار بدله شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
لويه پكتيا به په صنعتي ښار بدله شي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوررييس محمد اشرف غني پکتيا ته د خپل سفر پر دويمه ورځ پرون غرمه د دغه ولايت له يو شمېر سوداګرو، صنعتکارانو او د سوداګرۍ خونې له مسوولينو او غړو سره وکتل.

په پيل کې د رحيم ګرديزي شرکت رييس حاجي محمدګرديزي د هېواد جمهوررييس ته هرکلى ووايه او د سوداګرو د امنيت او لازمو آسانتياوو په برخه کې يې د سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې پراته خنډونه له جمهوررييس سره شريک کړل.ورپسې د پکتيا د سوداګرۍ خونې رييس ډاکټر عبدالنصير  خبرې وکړې  وې ويل، که څه هم د پکتيا والي په دې ولايت کې د پخوا په پرتله يوه اندازه مثبت تغييرات راوستي خو بيا هم بسنه نه کويهغه زياته کړه، دجلغوزيو د پروسس او صادراتو په برخه کې تاجران پانګونې ته حاضر دي، خو په دغه ولايت کې د معياري لابراتوار نشتوالي، د کانونو غير قانوني استخراج، د ګرديز-لوګر پر لويه لار امنيتي ستونزې هغه څه دي چې بايد پام ورته وشي.د پکتيا د سوداګرۍ خونې رييس  صنعتکارانو ته په شفاف ډول د مځکو د وېش، په معياري ډول د صنعتي پارک د جوړولو، د امنيتي حوزو د آمرينو د تغيير، د بې پلېټه او تورو ښېښو لرونکو موټرو د راغونډولو، د مجرمينو د آزادېدو د مخنيوي، ښاروالۍ ته د اجراييه صلاحيت د ورکړې، د غيرقانوني اخاذيو د مخنيوي، برېښنا او سړو خونو د جوړولو په برخوکې پېشنهادونه وکړل.جمهوررييس غني د يادو ويناوالو د خبرو او  وړاندېزونو له اورېدو وروسته د پکتيا امنيه قومندان ته لارښوونه وکړه چې ځانګړې امنيتي طرحه جوړه کړي، هغه کسان چې کاري وړتيا نه لري د تبديلۍ امر يې يوه ورځ کې صادر کړي، ځکه فساد د منلو وړ نه دى.جمهوررييس څرګنده کړه: کشفي او امنيتي ارګانونه بايد د بل هر وخت په پرتله فعال وي، خو له تاسې پانګوالو او  سوداګرو څخه مې هيله ده د  پکتيا والي سره امنيتي مشورتي ګروپ جوړ  او امنيتي مسايل ورسره شريک کړي.جمهوررييس غني اړوندو مسولينو ته  د امنيتي وضعيت د ښه والي ترڅنګ  د پکتيا ولايت سوداګرو او پانګوالو ته په خطاب کې وويل، مننه چې اتيا فابريکې مو جوړې کړي، خو د مځکو وړاندېزونه مشروط دي يواځې هغوى ته مځکې ورکړي چې پانګونه کوي او بايد د اطمينان فضا رامنځته شي.محمداشرف غني څرګنده: خصوصي سکتور ظرفيت لري خو کيفيت ته بايد پام وکړي، د پانګونې لپاره واضح سيستم ايجاد کړي بين المللي بازارونو ته د لارموندنې زمينه زه درته برابروم. هغه زياته کړه، په ګمرکونو کې اصلاحات راځي او د ترانزيټ ستونزې حلېږي.جمهوررييس د خپلو خبرو په پاى کې وويل، لويه پکتيا صنعتي کېدو ته اړتيا لري، ګمرکونه به مو معياري شي، هغه امنيتي ارګانونو ته لارښوونه وکړه هر هغه څوک چې غيرقانوني اخاذې اخلي دقانون منګولوته د يې وسپاري.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha