صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د افغانستان اوجنوبى كوريا د اړيكو پر پراختيا ټينګار وشو

د افغانستان اوجنوبى كوريا د اړيكو پر پراختيا ټينګار وشو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان اوجنوبى كوريا د اړيكو پر پراختيا ټينګار وشو

د مالىې وزىر ښاغلي اکلىل حکىمي د افغانستان لپاره د جنوبي کورىا له نوي ټاکل شوي سفىر ښاغلي ري ژا هىونګ، سره د پىژندنې غونډه وکړه.

په دې غونډه کې مالىې وزىر نوموړي ته د ښه راغلاست او له افغانستان سره د ىاد هىواد له مرستو څخه د مننې تر څنګ دواړو لورىو افغانستان او جنوبي کورىا تر منځ په همکارىو، د مرستو په مؤثرىت او مثمرىت، د لنډ مهالو او اوږد مهالو زده کړو د پروګرامونو د جوړىدو له لارې د دولتي کارکونکو په وړتىا لوړونې، اداري اصلاحات، د افغانستان لپاره د قانون او نظم وجهي صندوق ((LOTFA) له لارې د پولىسو د معاشونو په ورکړې، د ژنىو کنفرانس تر سره کىدو ته د حکومت په چمتووالي چې ټاکل شوې ده د پراختىاىې وزىرانو په کچه د روان زىږدىز کال په نوامبر کې جوړ شي، د سولې په پروسې، د روغتىا، پوهنې او د سولې پروسې په برخو کې د ىاد هىواد په همکارىو، په جنوبي کورىا کې د ۲۰۱۸ کال په برىا سره د ژمنىو اولمپىکي سىالىو په تر سره کىدو، او ىو شمېر نورو مساىلو په اړه خبرې وکړې.په دې غونډه کې د مالىې وزىر د جنوبي کورىا د پخواني سفىر له کړنو او فعالىتونو څخه د ستاىنې تر څنګ نوي ټاکل شوي سفىر ته ىې په اړوندو چارو کې د برىالىتوب هىله وکړه.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha