صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ۱۰۰ميګاواټه برېښنا او د اوبو د بندونو قراردادونه لاسليک شول

د ۱۰۰ميګاواټه برېښنا او د اوبو د بندونو قراردادونه لاسليک شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ۱۰۰ميګاواټه برېښنا او د اوبو د بندونو قراردادونه لاسليک شول

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په حضور کې د کجکي برېښنا بند دويم فاز د ۱۰۰ ميګاواټه برېښنا توليد پروژې اجرائيوي تړون او دغه راز د زمينداور کانال او موسى كلا بند د جوړولو تړونونه د کب په ۱۴مه ماښام د اقتصاد عالي شورا غونډې په پای کې لاسليک شول.

د دغو تړونونو د لاسليکولو پر مهال اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدلله هم حضور درلود، په پيل کې د کجکي برېښنا بند دويم فاز د ۱۰۰ ميګاواټه توليدي پروژې اجرائيوي تړون د انرژۍ او اوبو وزارت معيين محمدګل خُلمي او د ۷۷ ساختماني شرکت رييس سليمان سيليف لاسليک کړ.وروسته د يادې پروژې د برېښنا خريدارۍ تړون د افغانستان د برېښنا شرکت رييس انجينر امان الله غالب او د ۷۷ ساختماني شرکت رييس سليمان سيليف لاسليک کړ.۷۷ ساختماني شرکت پر دې پروژه ۱۷۵ ميليونه ډالر پانګونه کوي او ياده پروژه به د عامه او خصوصي مشارکت له لارې په عصري ډول جوړه، ګټې اخيستنې ته چمتو او لېږد يې د ۲۰ کلونو لپاره تطبيقېږي.ياده پروژه د مالياتو له لارې د دولت پايداره عايداتي منبع ده چې د افغانستان دولت به د ماليې له درکه ۹۳ ميليونه ډالر عوايد لاسته راوړي او له اقتصادي پلوه به زياتې ښېګڼې او فرصتونه لکه کاري او شغلي فرصتونه، ولس او متشبثينو ته د انرژۍ پايداره منبع، د دولت د بودجې د کسر کموالى، د تشبثاتو او کورنيو توليداتو وده، وارداتي انرژۍ لپاره پايداره بديل او د انرژۍ په برخه کې به د خصوصي سکتور د پانګونې د ودې لامل شي.وروسته د زمينداور کانال او موسى كلا بند د جوړولو تړون د کرنې او اوبولګولو وزير نصيراحمد دراني او د ۷۷ ساختماني شرکت رييس سليمان سيليف ترمنځ لاسليک کړ.د زمينداور کانال او موسى كلا بند په جوړولو سره به د سيمې اوسېدونکو ته زياتې آسانتياوې لکه د اوبو له پلوه پر وخت د خلکو د اړتياوو پوره کول، د سېلابونو مخنيوى، د برېښنا توليد، د زياتې مځکې کرنيزه کېدل، د څښاک پاکې اوبه، د خلکو د ژوند ښه والى، د چاپېريال مثبتې پايلې، په مستقيم او غيرمستقيم ډول د کارموندنې منبع، اعتماد جوړول او دکليو پر مرکز د فشار کموالى برابروي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha