صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | ملي تدارکاتو کمېسيون د ۷,۳ميليارد افغانيو په ارزښت ۱۲قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسيون د ۷,۳ميليارد افغانيو په ارزښت ۱۲قراردادونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تدارکاتو کمېسيون د ۷,۳ميليارد افغانيو په ارزښت ۱۲قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو غونډه وړم ماښام په ارګ کې د ۳,۷ ميليارد افغانيو په ارزښت ۱۲ قراردادونه منظور کړل چې لاندې پروژې دي:

له دوشي څخه تر باميانو پورې د ۲۲۰ کيلو ولټه برېښنا لېږد لين او په باميانو او دوشي ساحو کې د ۲۲۰ کيلو ولټه برېښنا د سب سټېشنونو د تهيې، نصب او منتاژ قرارداد؛

– د باميانو برېښنا د وېش شبکې تجهيز، نصب او منتاژ قرارداد؛

د جلال آباد ښار د غاليو اوبدونکو صنعتي ښارګوټي سرک پروژه؛

د ښار جوړولو وزارت له مخکې د جوړو شويو ساختمانونو لپاره د خامو ساختماني موادو تدارک؛

د کندهار پوهنتون د ليليې ودانۍ جوړول؛

په اسلام اباد کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سفارت کمپلکس جوړولو نظارتي پروژې قرارداد؛

د ملي دفاع وزارت د اعاشوي موادو درې بستې قراردادونه؛

د چارو ادارې عمومي رياست لپاره د اعاشوي موادو او يو جنراتور دوه قراردادونه.

د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د باميانو لپاره د برېښا قرادادونو د منظورۍ د ورکړې او بحث پرمهال ټينګار وکړ چې له تطبيق کوونکي شرکت څخه دې په قرارداد کې د ياد شوي وخت مطابق د پروژې د بشپړولو لپاره جدي تعهد واخيستل شي او د ځنډ له امله د وخت او پروژې د مودې غځول په هېڅ ډول د منلو وړ نه دى.جمهور رييس د افغانستان برېښنا شرکت ته هم لارښوونه وکړه چې د پروژې زماني شرط دې تمويلوونکي (اسيا پراختيايي بانک) ته ابلاغ شي او په عين حال کې  د افغانستان برېښنا شرکت مکلف دى د هغې دموثر تطبيق په موخه جدي توجه، مديريت او څارنه وکړي.ملي تدارکاتو کمېسيون د تره خېل حرارتي برېښنا دستګاه د فعالولو په موخه د افغانستان برېښنا شرکت د اړتيا وړ تېلو خريداري پېشنهاد په اړه پرېکړه وکړه چې د افغانستان برېښنا د نفتي موادو تصدۍ سره قرارداد وکړي او ياده تصدۍ کولى شي له ترکمنستان سره د دولتي قرارداد له لارې تېل تدارک کړي.غونډې د فوايد عامې وزارت اړوند د پکتيکا وازه خواه پورې د زرغون ښار پروژې سرک باندې د بحث پرمهال لارښوونه وکړه چې د ياد سرک د دويمې برخې د بشپړولو په موخه دې فوايد عامې وزارت د يادې پروژې لپاره د بودجې د تعديل پېشنهاد ماليې وزارت  ته وړاندې کړي.په دې غونډه کې د جمهور رييس دويم مرستيال استاد محمدسرور دانش، اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ماليې، اقتصاد او عدليې وزيرانو، له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان د روڼتيا څار، د ولسي جرګې د مالي او بودجې او اقتصاد کمېسيونونو، د سيګار او سيستکاغوڅ ملاتړ ادارې ملي او بين المللي څارونکو حضور درلود.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha