صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د مخابراتو وزارت: له ترکمستانه افغانستان ته د نوري فايبر د لېږد چارې پيل شوې

د مخابراتو وزارت: له ترکمستانه افغانستان ته د نوري فايبر د لېږد چارې پيل شوې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مخابراتو وزارت: له ترکمستانه افغانستان ته د نوري فايبر د لېږد چارې پيل شوې

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، له ترکمنستانه افغانستان ته د نوري فايبر د غځولو چارې پيل شوې دي.دغه وزارت وايي، له ترکمنستانه د نوري فايبر پروژې په عملي کېدو سره به د انټرنټي خدماتو په وړاندې کولو کې، ډېر بدلونونه راشي.د دغه وزارت سلاکار خان زمان امرخېل د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وويل، د دغې پروژې عملي کار پيل شوى او له بشپړېدو سره به‌يې د انټرنټي خدماتو ستونزه هواره شي.نوموړي زياته کړه:

"که چېرې دغه پروژه په دقت او په خپل وخت بشپړه شي، په هېواد کې د نوري فايبر لپاره قوي ملاتړ دى او دا په دې معنى ده، هرکله چې فايبر له ترکمنستانه انتقالېږي، قطعه به نه‌شي او دغه پروژه موږ ته ډېره مهمه ده."د نوري فايبر دا پروژه د ټاپي پروژې سره يوځاى له ترکمنستانه افغانستان ته انتقالېږي چې نيمروز، هرات، کندهار او هلمند ولايتونه تر پوښښ لاندې راولي.د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په وينا، دغه پروژه به نورو ولايتونو ته هم انټرنټي آسانتياوې برابرې کړي.تر دې وړاندې افغانستان له چين سره هم د نوري فايبر پروژه لاسليک کړې او دغه پروژه چې له بدخشان څخه تېرېږي، دغه هېواد به د معلوماتو په ترانزيټي مرکز بدل شي او د عوايدو په ډېرېدو سره به د انټرنټي خدماتو بيه هم کمه شي.د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په وينا، افغانستان دا مهال په پام کې لري چې له تاجکستان او قرغزستان څخه هم نوري فايبر افغانستان ته انتقال کړي چې په دې سره به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې ۹ نورو ولايتونو ته هم انټرنټي آسانتياوې برابرې شي.يو شمېر اقتصادي کارپوهان له ترکمنستانه افغانستان ته د نوري فايبر انتقال له اقتصادي پلوه ګټور ګڼي.د کابل پوهنتون استاد سيف‌الدين سيحون وايي، د دې پروژې په عملي کېدو سره به تر يوه حده د فساد مخنيوى وشي او د دولت عوايد به ميلياردونو ډالرو ته پورته شي.ښاغلي سيحون وايي:"افغانستان د دې وړتيا لري چې د انټرنټي خدمتونو له لارې، خپل عوايد زيات کړي، دا په دې معنى چې که چېرې د اعتماد ورکونې او کرېډټي سيستم له لارې د خلکو عوايد د خلکو له‌خوا دولت ته انتقال شي، ۵۰ تر ۶۰ سلنه د دولت عوايد زياتېږي چې دوه نيم تر درې ميليارده ډالر کېږي او دا د بودجې د تمويل ډېره ښه سرچينه ده." خو له دې سره سره په دغه هېواد کې د انټرنټي خدمتونو چټکتيا د خلکو له انتقادونو سره مخ شوې چې اوس‌يې د ملي شورا يو شمېر غړي هم تأييدوي.په ولسي جرګه کې د خلکو استازې ذکيه سنګين وايي، دا مهال انټرنټي خدمتونه په ځانګړي ډول د دغو خدمتونو چټکتيا د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو نورو ښارونو کې هم ستونزې لري او په ډېريو ولايتونو کې خلک ان دغه خدمتونو ته لاسرسى هم نه‌لري. نوموړې هيله ښيي چې له ترکمنستانه افغانستان ته د نوري فايبر د پروژې په پيلېدلو سره به دا ستونزې هوارې شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha