صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | په ۱۵۰ جرېبه مځکه کې د پيستو بڼوڼه جوړېږي

په ۱۵۰ جرېبه مځکه کې د پيستو بڼوڼه جوړېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په ۱۵۰ جرېبه مځکه کې د پيستو بڼوڼه جوړېږي

په هلمند کې د کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست له لوري د ۱۵۰ تنو بزګرانو لپاره په ۱۵۰ جرېبه مځکه کې د پيستو د بڼوڼو د جوړولو لړۍ پيل شوه. په هغه غونډه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه،

د هلمند والي حيات الله حيات غونډې ته په خپله  پيليزه وينا کې ،دغه ولايت يو زراعتي ولايت وباله او زياته يې کړه چې هلمند د هر ډول نباتاتو لپاره مناسبه خاوره ، هوا او اوبه لري او د پيستو بڼوڼه به پکې ښه نتيجه ورکړي.هغه هيله څرګنده کړه، چې دغه لړۍ دې پر لښکرګاه، نهرسراج، نادعلي او ناوې سربېره د هلمند ټولو سيمو ته وغځول شي، څو د نېشه يي توکو د کرکيلې پر وړاندې يو مناسب بديل وګرځي.حيات زياته کړه، د کوکنارو د ښه بديل په هکله يې هلې ځلې لاهم روانې دي او له مرکزي حکومت او نړيوالو مرستندويه ادارو څخه يې غوښتي چې، دغه ولايت ته د کرنې د ودې، پياوړتيا او د بزګرانو توليداتو ته د ښه بازار پيدا کولو زمينه برابره کړي.په  همدې حال کې د هلمند د کرني رياست سرپرست سيد رفيع الله قلم وويل :دغه پروژه د ملګروملتونو دنېشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزي ادارې يا (UNODC) په مالي او د مرسي کورپ په تخنيکي مرسته تمويلېږي، چي په هلمند کې به پر ۴۲۰ جرېبه مځکه باندې ټول  ۱۴۰ درې جرېبه بڼوڼه د ۳ کلونو په موده کې جوړوي چې دا دي سږکال يې د ۱۵۰ جرېبه بڼوڼو د جوړولو لړۍ پيل شوه.هغه زياته کړه، دا مهال د دې  پروسې له لارې په مرکز لښکرګاه کې (۴۵) جرېبه ، په ناوې ولسوالۍ کې (۳۰) جرېبه ، نادعلي ولسوالۍ کې (۳۰) جرېبه او د نهرسراج په ولسوالۍ کې (۴۵) جرېبه د پيستو بڼوڼه  جوړېږي.قلم وويل: مخکينيو څېړنو ښودلې ده، چې د پيستو دغه نيالګي چې په هرجرېب کې (۶۶) اصله کښېنول کېږي او د معتبرې منبع تصديق او تائيد لري .هغه وويل چې د دغو نيالګيو دوه قسمونه : (Peter) نارينه او (Kirman) ښځينه ، د هلمند د خاورې ، اوبو او هوا سره غوره توافق لريد يادونې وړه ده چې مخکې تر دې دغو۱۵۰ بزګرانو ته يو شمېر روزنيز پروګرامونه جوړ شوي وو ترڅو په ښه توګه د دغو بڼوڼو په روزنه او ساتنه وپوهېږي.باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha