صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | پاکستان په افغانستان کې نيم تجارتي مارکېټ بايللی

پاکستان په افغانستان کې نيم تجارتي مارکېټ بايللی

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پاکستان په افغانستان کې نيم تجارتي مارکېټ بايللی

په پېښور کې د اوړو د توليد له ۲۰۰ فابريکو ۱۰۰ يې تړل شوې دي.د پاک-افغان د سوداګرۍ د خونو مشر زبير موتي والا وايي چې په افغانستان کې د پاکستاني صادراتو او توکو مارکېټ بيخي کم شوی دی.

ښاغلي موتي والا چې تازه افغانستان ته راغلی  و، وويل: په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د پاکستان سوداګري۷،۲  ميليارده ډالره وه، خو اوس ۲،۱ ميلياردو ډالرو ته راښکته شوې چې تر نيمايي هم کمه ده.په دې وروستيو کې د پاکستان او افغانستان سياسي روابط خراب شوی‌او پاکستان څو وارې د تورخم، سپين-بولدک چمن دروازې وتړلې او افغانستان ته يې د پاکستاني صادراتو مخه ونيوله.خو موتي والا‌په افغانستان كې د پاکستان د مارکېټ‌د کموالی يو بل علت د چين او هند صادرات هم بولي. دی وايي هند او چين افغانستان ته صادرات ډېر کړي او د پاکستاني‌توکو ځای هندي او چينايي توكو نيولی دی.د پاکستان د احصايي ادارې د شمېرو له مخې په ۲۰۱۶ کال پاکستان افغانستان ته ۴۳۷،۱ ميليارده ډالره صادرات کړي وو، خو په ۲۰۱۷ کال کې دا شمېره ۲۷۱،۱ ميلياردو ته راکمه شوه. همدغه راز د ۲۰۱۷-۱۸ کال د لومړۍ برخې صادرات ۳۱۹ ميليونه ډالره وو.ښاغلي موتي والا د پاکستان  ډان انګليسي‌ورځپاڼې ته ويلي‌په پېښور کې د اوړو د توليد د ۲۰۰ فابريکو له ډلې يې ۱۰۰ تړل شوې دي. وايي مخکې به افغانستان ته په مالونو بار ۷۰۰۰۰ کانتينرونه تلل اوس دا شمېره ۷۰۰۰ ته ښکته شوې ده.همدغه راز پاکستان ته د دوا درملو لپاره د افغانانو تګ راتګ هم بيخي کم شوی دی. د پاک-افغان د سوداګرۍ د خونو مشر زبير متيوالا وايي: هر کال به زرګونه افغانان پاکستان ته د درملنې لپاره ورتلل، خو اوس يې هند ته مخه کړې ده، ځکه چې د نوموړي په خبره هند ورته ارزانه پريوځي.دا په داسې حال کې ده چې تېرکال د چابهار بندر پرانيستل شو او افغانستان د ايران له لارې د هند سمندر ته لاره پيدا کړه او د کابل-ډيلي سوداګرۍ ته هم لاره هواره او اسانه شوه. هند له همدې لارې ټنونه غنم افغانستان ته انتقال کړل.پر دې سربېره په ۲۰۱۷ کال د هند او افغانستان ترمنځ هوايي ترانزيت هم پيل شو. افغان حکومت وايي اوس افغانستان له اقتصادي پلوه يوازې پر پاکستان متکي نه دی


نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha