صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د سوداګرۍ خونه: د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان د ژمنو پر پلي كولو باور نه شي کېدای

د سوداګرۍ خونه: د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان د ژمنو پر پلي كولو باور نه شي کېدای

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د سوداګرۍ خونه: د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان د ژمنو پر پلي كولو باور نه شي کېدای

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي: باور نه لري چې پاکستان دې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو ستونزو د حل په هدف، پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

ظاهراً پاکستان دې ته چمتو شوي، چې د افغان سوداګرو مالونو ته د آسانتياوو برابرولو په خاطر، يوه نوې طرحه عملي کړي ،چې په باور يې، د سوداګريزو مالونو په لېږد رالېږد کې چټکتيا رامنځته کوي،خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه په دې برخه کې د پاکستان پر دغه ډول کړنو باور نه لري.د يادې خونې مرستيال خان جان الکوزي وايي: پاکستان تل د افغان د سوداګرو مالونه درولي او د لېږد رالېږد په وخت کې يې، افغان سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي.ښاغلي الکوزي د شنبې په ورځ آزادۍ راډيو ته وويل: له دې درکه افغان سوداګرو ته ګڼ اقتصادي زيانونه رسېدلي دي.نوموړي زياته کړه: (( که دا ستونزې حل نه شي، موږ بايد په راتلونکي کې له ۸۰ څخه تر ۹۰سلنې پورې خپل صادرات ودروو او ټولې مېوې به مو په افغانستان کې خرابې شي، په داسې حال کې چې موږ بهر ته د خپلو مالونو لېږد ته اړتيا لرو، پاکستان تل د مېز پر سر ژمنې کوي، خو بيا پرې عمل نه کوي، خو موږ په دې ټينګار لرو چې بايد له دغه هېواد پاكستان سره ستونزې حل شي.))د سوداګرۍ او صنايعو خونې د معلوماتو له مخې: په تېر کې د افغانستان ۹۰ سلنه ټرانزېټ او سوداګري د کراچۍ بندر له لارې کېده، خو د پاکستان له لورې د ستونزو له جوړېدو وروسته، دغه کچه اوس ۲۰ سلنې ته راټيټه شوې ده.د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي: له هند سره د هوايي دهليز، د چاه بهار بندر د بيا رغونې، او د تور غنډۍ او اقينې بندر په جوړېدو، تر يو بريده ستونزې حل شوي، خو پاکستان ته د مېوو د لېږد او د سوداګريزو توکو د صادراتو په برخه کې، ستونزې هم حل ته اړتيا لري.له دې ټولو سره پاکستانۍ چاپ ده نېشن ورځپاڼې، د پاکستان د ماليې د وزير رانا محمد افضل له قوله ويلي چې نوموړي له افغان پلاوي سره په کتنه کې، د هغې طرحې د عملي کېدو په اړه خبرې کړې چې له مخې يې د پاکستان په ګمرکونو کې افغان سوداګرو ته لازمې آسانتياوې رامنځته کېدای شي.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د معلوماتو له مخې: په وروستيو کلونو کې د افغان سوداګرو د سوداګريزو توکو ډکې لارۍ د پاکستاني پوليسو له خوا په بندرونو کې درول شوي، چې له کبله يې سوداګرو ته به ميليونونه افغانۍ زيان هم رسېدلي دي.خو د سوداګرۍ وزارت وياند مسافر قوقندي په دې برخه کې د حکومت د بې کفايتۍ ادعا ردوي او وايي، چې دوی تل له پاکستانه غوښتي چې د سوداګرۍ او ټرانزېټ په برخه کې، د افغانستان پر وړاندې دوه ګوني سياست پای ته ورسوي.له دې سره د اقتصادي چارو کارپوه سيف الدين سيحون وايي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې ستونزې سياسي اړخ لري او پاکستان هڅه کوي، چې د افغانستان اقتصادي او سوداګريزو ګټو ته زيان ورسوي.دي وايي: (( موږ هيله لرو چې پاکستان نور له عقله کار واخلي او بايد پوه شي چې د دواړو هېوادونو د خلكو د بې وزلۍ مخنيوى د سيمې په کچه راکړې ورکړې ته اړتيا لري او که اوس دا پوهه رامنځته شي، نو لېرې نه ده چې له مخې به يې د دواړو هېوادونو تر منځ اقتصادي او سوداګريزې اړيکې ښې شي.))ښاغلي سيحون ټينګار کوي چې که پاکستان په دې برخه کې خپل ستراتيژيک سياست بدل نه کړي او له افغانستان سره د ستونزو د هواري په هدف، پر نويو ژمنو عمل ونه کړي،  نو د پاكستان هېواد به هم له سوداګريزو او اقتصادي زيانونو خوندي نه وي، بلکې له دې اړخه به ډېر تاوان وکړي

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha