صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | په کندهار، هلمند او ارزګان کې د پستې ۴۵۰باغونه جوړېږي

په کندهار، هلمند او ارزګان کې د پستې ۴۵۰باغونه جوړېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په کندهار، هلمند او ارزګان کې د پستې ۴۵۰باغونه جوړېږي

د ((ميرسي کور)) په نوم موسسه د معېشت بديل پروګرام له لارې په کندهار، هلمند او ارزګان ولايتونو کې بزګرانو ته د پستې ۴۵۰ باغونه جوړوي.د کندهار محلي چارواکو د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د پستې د زرګونو نيالګيو د وېش پر مهال وويل:

دغه پروګرام د ملګرو ملتونو، د نېشه يي موادو او جرمونو پر ضد ادارې او اروپايي ټولنې له خوا تمويلېږي چې هدف يې د نېشه يي موادو مخنيوي، د حلال کښت وده او له بزګرو او باغوانانو سره مرسته ده.د کندهار محلي چارواکي وايي: د دې پروګرام له مخې به د کندهار لپاره ۲۵۰ د هلمند لپاره ۱۴۰ او ارز ګان لپاره ۶۰ د پستې باغونه جوړ شي.د کندهار د کرنې رياست وياند حبيب الرحمن سجاد د دغه ولايت په ډنډ ولسوالۍ کې د پستې د نيالګيو د وېش پر مهال وويل : د بزګرو د معېشت بديل د دغه پروګرام له لارې به د کندهار په ۷ ولسواليو کې باغوانانو ته د پستې شاوخوا ۳۰ زره نيالګي ورووېشل شي:

(( د پستې دغه باغونه په ۷ ولسواليو کې جوړېږي لکه ميوند، پنجوايي، ژيړۍ، ډنډ، ارغنداب، تخته پل او سپين بولدک، د کندهار د دغو ولسواليو لپاره نږدې ۳۰ زره نيالګي لرو.))بلي خوا ته د کندهار د نېشه يې موادو پر ضد د مبارزې رييس ګل محمد شکران وايي: پسته د کوکنارو د کښت لپاره يو ښه بديل دي.د شکران په خبره د پستې ګټه تر کوکنارو ډېره او په بهرنيو هېوادونو کې ښه بازار لري.ښاغلي شکران وايي: دغه پروګرام د ملګرو ملتونو د نېشه يي موادو او جرمونو پر ضد د ادارې او اروپايي ټولنې له خوا تمويلېږي چې هدف يې د نېشه يي موادو مخنيوي، د حلال کښت وده او بزګرو او باغوانانو سره مرسته ده.نوموړي زياته کړه: (( د دې معېشت بديل د پروګرام هدف د مخدره موادو پر ضد مبارزه ده، د دې باغونو ګټه تر کوکنارو ډېره ده، کورني او بهرني بازار لري، خلک يې خوښوي او زموږ د زراعت او اقتصادي ودې لپاره تر ټولو غوره وسيله او اقتصادي سرچينه ده.))د کندهار محلي چارواکو تر اوسه د دغه پروګرام د لګښت په اړه معلومات نه دي ورکړي.په ورته وخت کې هغه بزګران ، چې د پستې نيالګي يې تر لاسه کړي وايي: پسته د کوکنارو يو ښه بديل دي، دغه ونې د دې تر څنګ چې ښه حاصل ورکوي او ډېره ګټه لري، لږ اوبه هم غواړي.د کندهار د بزګرانو د اتحاديې مشر عبدالواسع په دې اړه آزادۍ راديو ته وويل: د دې نيالګيو له وېش مخکې سلګونه بزګران او باغوانان د دغو نيالګيو او باغونو د روزلو، پاللو، ناروغيو د کنټرول او نورو برخو اړخونو په اړه روزل شوي دي.نوموړي زياته کړه: (( له ډېرو بوټو موږ ته د پستې نهال ښه دي، د کندهار باغوانان يې ډېره غوښتنه کوي، ځکه چې په کندهار کې اوبه کمي دي او دا ونې لږې اوبه غواړي، له نېکه مرغه چې پستې د کندهار په ځينو ولسواليوکې ښه نتيجه ورکړې ده لکه په (تخته پُل) او (دامان) ولسواليوکې.))د کندهار د کرنې رياست مسوولين وايي: په تېرو څو کلونو کې په کندهار کې د پستې يو شمېر باغونه په امتحاني ډول جوړ شوي چي بزګرانو او باغوانانو ښه ګټه ورځنې تر لاسه کړې ده.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha