صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | هـنـد په کـابل کې د شـاه تــوت بنـد جــوړوي

هـنـد په کـابل کې د شـاه تــوت بنـد جــوړوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
هـنـد په کـابل کې د شـاه تــوت بنـد جــوړوي

د افغانستان د اسلامي جمهورىت جمهوررييس محمد اشرف غني د كب ۹مه له غرمې مخکې د هند د بهرنىو چارو وزارت له معيىن ښاغلى وىجي ګوکلي خپل حضور ته ومانه.

په دې کتنه کې چې د جمهوري رىاست د ارګ په ګلخانه ماڼۍ کې وشوه، د هېواد جمهوررييس د هند د بهرنىو چارو وزارت معيىن ته ښه راغلاست وواىه او د کابل پروسې په کنفرانس کې ىې د هغه د ګډون له امله مننه وکړه.ښاغلي وىجي جمهوررييس غني ته د خپل هېواد د رهبرۍ نېکې هىلې وړاندې کړې او د کابل پروسې کنفرانس کې د ګډون د بلنې له امله ىې له جمهور رييس څخه مننه وکړه.د هېواد جمهوررييس  له افغانستان سره په بېلابېلو په ځانګړي ډول په اقتصادي او انکشافي برخو کې د هند د دوامداره همکارىو ستاىنه وکړه او د دغو همکارىو پر دوام ىې ټىنګار وکړ.د هند د بهرنىو چارو وزارت معيىن د خپل هېواد په استازىتوب ژمنه وکړه چې د افغانستان دولت او خلکو ترڅنګ به پاتې شي او هېواد به ىې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو همکارىو ته دوام ورکړي.په دې کتنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د هواىي کورىډور د ارزښت په اړه هم خبرې وشوې او هغه ىې برىالى وباله او د ازبکستان له لارې ىې د مځکني کورىډور پر جوړېدو او هرات ـ مزار او چابهار ته د هغه پر اتصال ټىنګار وکړ. همداراز، د چابهار بندر پر اقتصادى او ترانزېټي ارزښت بحث وشو او له دې لارې ىې د همکارىو پراختىا د سىمې د هېوادونو په ګټه وبلله.هند له افغانستان سره د خپلو همکارىو د دوام ډاډ ورکړ او وې وىل: هېواد ىې تىار دى چې په کابل کې د شاه توت بند د جوړولو لګښت ورکړى او ډېر ژر د دغه بند کار پىل کړي.په دې کتنه کې پر پام وړ مساىلو په ځانګړي ډول امنىتي، اقتصادي او انکشافي همکارىو او په سىمه کې د سولې او ثبات د تامىن په اړه بحث او خبرې وشوې.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha