صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د افغان سولې تر څنګ د اقتصادي او سوداګريزو اړيكو پر زياتوالي د اندونيزيا ټينګار

د افغان سولې تر څنګ د اقتصادي او سوداګريزو اړيكو پر زياتوالي د اندونيزيا ټينګار

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغان سولې تر څنګ د اقتصادي او سوداګريزو اړيكو پر زياتوالي د اندونيزيا ټينګار

د افغانستان د اسلامي جمهورىت اجرائىه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د كب په نهمه په کابل کې د اندونىزىا د جمهورريس له مرستىال محمد ىوسف کالا سره وکتل.

په دې کتنه کې د افغانستان د سولې پروسې، دکابل پروسې دويم کنفرانس، د عالمانو د درې اړخىز کنفرانس او د دواړو هېوادونو ترمنځ ‌د اقتصادي او سوداګرىزو اړىکو پر زىاتوالي خبرې وکړې.‌اجرائيه رييس په پىل کې د اندونىزىا د  جمهور رييس مرستىال او ورسره پلاوي ته په کابل كې ښه راغلاست وواىه او مننه يې وکړه، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د همکارۍ او زمىنه سازۍ په موخه کوښښونه کوي.ده زىاته کړه: د اندونىزىا د جمهور رييس د سفر په تعقىب ددې لوړپوړي پلاوي سفر د افغانانو لپاره ىو ښه زېرى او د سولې په ګډون د دوه اړخىزو وداګرىزو،‌اقتصادي‌او تعلىمي همکارىو په برخه کې مثبت لوري ته اساسي ګام دى.هغه ىادونه وکړه، چې د افغانستان، اندونىزىا او پاکستان د عالمانو درې اړخىز کنفرانس به، چې پلان دى د روان کال د مارچ په مىاشت کې په جاکارتا کې جوړ شي، د سولې، همګرايي او همپذىرۍ، په برخه کې چې د اسلام اساسي پىغامونه دي، ‌مرسته وکړي.پلان دى،‌چي ددې درې اړخىز کنفرانس په تعقىب د اسلامي نړۍ د عالمانو ىو بل کنفرانس هم جوړ او د افغانستان د جنګ پر پاى او د سولې فتوا ورکړل شي.اجرائىه رييس ووىل: د سولې لپاره په افغانستان کې سىاسي اراده موجوده ده او د حکومت ترڅنګ، له حکومت د باندې د هېواد ټول سىاسىون او مخور او افغان ولس په ىوه ږغ د سولې ملاتړي او تږي دي.ډاکتر عبدالله عبدالله همداراز ىادونه وکړه: د دواړو هېوادونو د خلکو او په ځانګړې توګه د سوداګرو ترمنځ اړىکي او راشه درشه کولى شي، چې زموږ سىاسي، اقتصادي او ټولنىزې اړىکې نورې هم پىاوړي شي.د اندونىزىا دجمهوررييس مرستىال محمد ىوسف کالا له اجرائىه رييس او د افغانانو له مېلمه پالني د مننې ترڅنګ ووىل: کابل ته يې د کابل پروسې په کنفرانس کې د ګډون په موخه سفر کړى دى.‌هغه ووىل: د اندنىزىا او افغانستان ترمنځ دوستانه اړىکي خورا اوږده مخىنه لري او دوى د تر ټولو پر نفوسه اسلامي هېواد په توګه غواړي،‌چې د افغانستان د سولې لپاره له ټولو امکاناتو د استفادې زمىنه برابره کړي.ده زىاته کړه: جاکارتا به د افغانستان، اندونىزىا او پاکستان د عالمانو د درې اړخىزې غونډې د کوربتوب ترڅنګ د نړۍ د عالمانو د کنفرانس لپاره هم له کابل سره خپل ګډ کوښښونه ډېر او چټک کړي، څو افغانستان د سولې او پرمختګ خاوند شي.د اندونىزىا دجمهور رييس مرستىال ووىل: اسلام د سولې دىن دى او اړتىا ده، چې د افغانستان په قضىه کې ټولې ښکېلې خواوي په قوې اراده او صادقانه کار سره، د سولې هدف ته ورسېږي.ښاغلي کالا ىادونه وکړه،‌چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ‌د اړىکو ډېروالى د اقتصادي همکارىو په ډېرښت کې مرسته کوي او په همدې موخه به ډېر ژر د اندونىزىايي سوداګرو ىوه ډله له کابل څخه کتنه وکړي، څو د دواړو هېوادونو د سوداګرىو او صناىع خونو ترمنځ
اړىکې غښتلي شي
.                باختر

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha