صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۲۲،۱ميلياردو افغانيو په ارزښت ۱۰قراردادونه منظور کړل

د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۲۲،۱ميلياردو افغانيو په ارزښت ۱۰قراردادونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملي تدارکاتو کمېسيون د ۲۲،۱ميلياردو افغانيو په ارزښت ۱۰قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه وړم ماښام په ارګ کې جوړه شوه.په دې غونډه کې له ۱،۲۲ ميليارد د څخه د زياتو افغانيو په ارزښت د۱۰ نويو پروژو د قرارداد ورکړې غوښتنه له ارزونې وروسته منظور شوه چې عبارت دي له :

–   د جمهوري رياست د عامه ساتنې دعمومي رياست لپاره د ۱۰ قلمه روغنياتو د تهيې او تدارک قرارداد.

 

–  د کابل ښاروالۍ د حفظ، مراقبت او کار رياست اړوند د ګرد سيخ د تهيې او تدارک قرارداد.

–  د عامې روغتيا وزارت اړوند د کتلوي معافيت د معلوماتو پر سم انتقال تمرکز د مشورې ورکولو، د بين الفردي اړيکو او د سلوک د تغييرد مهارتونو د ترلاسه کولو په اړه د ښوونځيو د ښوونکو او صحي کارکوونکو د روزنې د پروژې قرارداد.

–   د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې لپاره د انټرنېټ بندويت خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد.

د جمهوري رياست د چارو ادارې دعمومي رياست د اړتيا وړ دوه قلمه تېلو د تدارک قرارداد.

سربېره پر دې د ۳۲ قلمه اعاشوي موادو (وچې ډوډۍ، غوښې، تازه مېوې، ترکاري بابو او لبنياتو) د قراردادونو د ورکړې غوښتنه د ملي دفاع وزارت د موسسو، قطعاتو او جزوتامونو لپاره له چوکاټي قراردادونو څخه په استفادې هم کمېسيون تائيد کړه او مسوولينو ته يې يادونه وکړه ، چې د دغو قراردادونو  په موثر تطبيق کې شفافيت او په دې برخه کې موجود لازم معيارونه  عملي کړي.

په همدې حال کې د جمهوري رياست د چارو ادارې د عمومي رياست د اړوندو رياستونو د اړتيا وړ ۱۵ قلمه اعاشوي موادو (غوښې) د قراردادونو د ورکړې د منظورۍ غوښتنه د معيارونو د  بشپړولو په موخه ور وګرځول شوه.

د ملي تدارکاتو کمېسيون غړو د تالقانو ښار د داخلي سرکونو د جوړولو د قرارداد د ورکړې د منظوري د غوښتنې په اړه چې دفوايد عامې وزارت غونډې ته وړاندې کړه، خپل نظريات ورکړل او په پايله کې کمېسيون دا پروژه تائيد نه کړه او څرګنده يې کړه، چې د مقيدې داوطلبۍ له روش څخه په استفاده دې د دغې پروژې د داوطلبۍ پروسه بيا له سره وشي.سربېره پر دې د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند د شورابک د آبي برېښنا د توليد د دستګاه په پروژه کې د ترکيې هېواد فيکاى قراردادي کمپنۍ ته د اضافه کارۍ د ورکړې دڅرنګوالي دوړانديز غوښتنه او همدارنګه د قلعه موسى بند دپروژې دتفصيلي ډيزاين د پروژې د قرارداد د ورکړې د منظورۍ غوښتنه ، د کرنې وزارت اړوند د هلمند ولايت دطبيعي شيلو لپاره ساختمانونه او زمينداور کانال، ملي تدارکاتو کمېسيون تائيد کړل.په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسيون د رييس او غړو ترڅنګ د ملي شورا د مالي او بودجې د کمېسيونونو په ګډون ، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد دکمېسيون، سيګار، د غوڅ ملاتړ سيستيکا، د فساد پرضد د مبارزې د شبکې او د افغانستان د روڼتيا د څار بنسټ ملي او بين المللي څارونکو هم حضور درلود.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha