صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ۱۳۹۶ مالي كال د پرانىستې بودىجې د سروې خپرولو په اړه غونډه جوړه شوه

د ۱۳۹۶ مالي كال د پرانىستې بودىجې د سروې خپرولو په اړه غونډه جوړه شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ۱۳۹۶ مالي  كال د پرانىستې بودىجې د سروې خپرولو په اړه  غونډه جوړه شوه

د ۱۳۹۶ پرانىستې بودىجې د سروې د خپرولو په اړه غونډه د حکومت د رسنىو په مرکز کې د مالىې وزارت د مالي معىين ښاغلي محمد خالد پاىنده په ګډون چې د افغانستان د روڼتىا د څار بنسټ له لوري را بلل شوې وه، جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د افغانستان د روڼتىا دڅار بنسټ اجرائىوي ريىس ښاغلي سىد اکرام افضلي، په ولسي جرګه کې د خلکو استازي ښاغلي امىرخان ىار، د پلټنې د عالي ادارې تخنىکي معىين ښاغلي سىد مهدي حسىني، د وزارتونود مالي او اداري برخو کارکوونکو او د تحصىلي او مدني ټولنو استازو ګډون کړى و، د مالىې وزارت مالي معيىن د پرانىستې بودىجې دسروې د په لارې اچولو له امله د بودىجې  له نړىوال بنسټ او د افغانستان د روڼتىا دڅار له بنسټه چې دا غونډه ىې جوړه کړې د مننې تر څنګ ووىل: د ۱۳۹۶ کال بودىجه د اصلاحاتو او روڼتىا په اساس لکه د بودىجې جوړونې په پروسه کې د زىاتو مدني ټولنو ونډه، له خلکو سره په وخت معلومات شرىکولو، له نړىوالو ستندردونو څخه په ګټې اخىستنې د بودىجې په محتوا او ترتىب کې ښه والى وکولى شول چې د روڼتىا او ځواب ورکولو په برخو کې د سىمې په کچه دوىم مقام تر لاسه کړي.نوموړي زىاته کړه: موږ هىله لرو چې د هر اړخىزو اصلاحاتو لکه روڼتىا، لا زىات مؤثرىت او مثمرىت، بودىجوي توازن او د ۱۳۹۷ مالي کال په بودىجه کې چې کوم نړىوال ستندردونه په نظر کې نىول شوي دي افغانستان به د دې سروې ښه مقام ته ورسوي.د افغانستان  د روڼتىا دڅار بنسټ په بودىجه کې له اصلاحاتو څخه د ستاىنې تر څنګ د مالىې وزارت د بودىجوي پروګرامونو او پلانونو په پلي کېدو کې د همکارۍ ژمنه وکړه.همداشان د غونډې نورو ګډونوالو هم د ملي بودىجې په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل.د ملي بودىجې سروې د امرىکا د متحده اىالتونو واشنګټن ډي سي ته د مالىې وزىر په سفرکې د بودىجې نړىوال مشارکت د بنسټ له خوا د نړىوال بانک په مرکز کې تر سره شوه.د ىادونې وړ ده چې دغونډې په پاى کې د ملي بودىجې د پلي کېدو، د لا زىاتو اصلاحاتو راوستلو او د راتلونکو مالي او تدارکاتي پلانونو په اړه د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه 

ووىل شول.

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha