صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | پر راستنېدونکو د غالۍ اوبدلو پنځه زره دستګاوې وېشل کېږي

پر راستنېدونکو د غالۍ اوبدلو پنځه زره دستګاوې وېشل کېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
پر راستنېدونکو د غالۍ اوبدلو  پنځه زره دستګاوې وېشل کېږي

د غالۍ ا وبدلو دپنځه زره دستګاوو دبرابرولو او وېشلو تړون پرون دکليودبيا جوړولو اوپراختيا وزارت او دافغانستان دفرشونواو غاليو دمرکز دګډو شرکتونو او د سيدبلال سادات شرکت ترمنځ لاسليک شو.

باخترآژانس دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت دخبرپاڼې له خولې خبر راکړ.دغه پروژه  د حکومت له بودجې څخه  د ١٣٣ ميليونو  اووه سوه  اته پنځوسو زرو  افغانيو په لګښت تمويلېږي  او پنځلسو زرو تنو ته  په مستقيم ډول او پنځوسو زرو تنو ته په غير مستقيم ډول دکار موندنې زمينې  برابروي. دکليو دبيا  جوړولو اوپراختيا وزير  مجيب الرحمن کريمي ددغه قرارداد دلاسليک کولوپه  وخت کې وويل ؛دغه پروژه په  اتو ولايتونوکابل ، ننګرهار ، بلخ  ، لغمان ، پروان  ، بغلان ، هرات او  كندهار کې   فعاليت کوي   ددغې پروژې اصلي هدف دا دى   چې  دکليوالي صنايعو دودې په ترڅ کې   پنځلسو زرو تنو ته په مستقيم  ډول اوپنځوسو زرو تنو ته  په غيرمستقيم ډول   دکارزمينه برابروي،  چې له دغې پروژې څخه به  راستانه شوي مهاجرين ګټه واخلي.ديادونې وړ ده چې  دکليوالي صنايعو  دپرمختيا ملي  پروګرام  دکليوالي اقتصاد دودې   ، دسيمه ييزو تشبثاتو دپياوړتيا ، دعوايدو دزياتوالي  او کليوالي ښځو او نارينه وو ته دکار موندنې په مقصد دکليو دبيا  جوړولو او پراختيا وزارت په  چوکاټ کې   جوړ شوى دى.

 

 

 

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha