صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د هېواد د صرافانو د طرحه شويو ستونزو د حل ژمنه وشوه

د هېواد د صرافانو د طرحه شويو ستونزو د حل ژمنه وشوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د هېواد د صرافانو د طرحه شويو ستونزو د حل ژمنه وشوه

دافغانستان دصرافانو دسراسري شورا ګڼ شمېر غړو پرون له غرمې مخکې د جمهوري رياست له دويم مرستيال استاد سروردانش سره وکتل او خپلې ستونزې يې ورسره طرحه کړې .

دکتنې برخه والو په افغانستان کې د پولي او صرافۍ د خدمتونو په بهير کې  د شته ستونزو په بيانولو سره په دې برخه کې مشخص پيشنهادونه دجمهور رييس مرستيال ته وړاندې کړل . دکتنې برخه والو د ملي وحدت له حکومت  څخه وغوښتل چې دافغانستان د صرافانو د سراسري شورا دغوښتنو په  برخه کې دې د اوسنيو اقتصادي  شرايطو په پام کې  نيولو سره همکاري وکړي .  دجمهور رييس دويم مرستيال استاد سروردانش د هېواد د صرافانو د سراسري شورا له غړو سره په کتنه کې په هېواد کې دپولي خدمتونو په فعاليتونوکې د شفافيت د اهميت په بيانولو سره څرګنده کړه، چې دافغان حکومت د نړيوالو او سيمه ييزو همکاريو په کچه د مالي جرمونو او د مالي شفافيت  په برخه کې دزياترو فعالو بنسټونو غړيتوب لري او بايد په دې  برخه کې خپلې  ژمنې عملي کړي .  ده زياته کړه، چې افغانستان د پولي خدمتونو د شفافيت او له مالي جرمونو سره د مبارزې په لاره کې دخپلوژمنو تطبيق او عملي کولو ته په پاملرنې  سره همدا اوس دخاکستري  له ساحې  څخه عادي ساحې ته ليږدول  شوى دى چې د پاملرنې  وړ يو پرمختګ ښيي .  دجمهور رييس مرستيال ټينګار وکړ چې: دافغان حکومت د مالي او پولي مسئلو په باب   دنافذو قوانينو  په رڼا کې دخصوصي سکتور برخې ته ځانګړي ارزښت ورکوي او جمهور رييس په خپله دخصوصي سکتور د رول په پياوړتيا او له خصوصي برخې سره د دوستانه او  اغيزمنو اړېکو په ټينګښت او د هغوى دستونزو په حل کولو باندې جدي ټينګار لري .  دجمهور رييس مرستيال هم دهېواد دصرافانو له خوا دطرحه شويو ستونزو او وړانديزونو په برخه کې  ژمنه وکړه چې  دغه موضوع به له نږدې دافغانستان بانک له رييس سره طرحه او تعقيب کړي .  استاد دانش دکتنې له برخه والو  څخه  وغوښتل چې خپل اعتصاب  پاى ته ورسوي چې غوښتنيې يې داړوندو مالي او پولي بنسټونوپه ګډون ديوه ګډ هيئت له لارې  وڅېړل شي او په دې برخه کې لازم تصميم ونيول شي .

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha