صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د افغانستان او د ګمركونو د نړيوال سازمان ترمنځ پر اړوندو موضوعګانو بحث وشو

د افغانستان او د ګمركونو د نړيوال سازمان ترمنځ پر اړوندو موضوعګانو بحث وشو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان او د ګمركونو د نړيوال سازمان ترمنځ پر اړوندو موضوعګانو بحث وشو

د مالىې وزىر ښاغلي اکلىل حکىمي، د سلواغې مىاشتې په ۲۰ مه نېټه د ګمرکونو نړىوال سازمان له سرپرست ښاغلي رىکارډو ټرىوىنو، سره وکتل.

 دواړو لورىو د افغانستان د ګمرکونو لپاره د اصلاحاتو په نوې سټراټېژۍ، د کارکوونکو د وړتىا لوړولو او اصلاحاتو پلي کولو لپاره په ورکشاپونو او پروګرامونو، د ګمرکونو په عصري کولو، په ګمرکونو کې له فساد سره په جدي مبارزې، د ملي عواىدو په ډېرېدو، د ګمرکي سىستمونو په برېښناىي کېدو، په بندرونو کې د ټرانزىټ او سوداګرۍ لپاره په اسانتىاوو او له سىمه اىزو هىوادونو سره د افغانستان د ګمرکي سىستمونو په نښلولو هر اړخىزې خبرې وکړې. همدا شان مالىې وزىر د ګمرکونو له نړىوال سازمان سره د افغانستان د اړىکو پراخولو په موخه ښاغلى محمد الکوزى ىې د ګمرکونو د تخنىکې اتشې په توګه معرفي کړد يو بل خبر له مخېمالىې وزىر ښاغلي اکلىل حکىمي، په بروکسل ښار کې د خپلو لىدنو په دوام د انرژۍ مىثاق له سکرټر جنرال ښاغلي اوربان روسنګ، سره هم د ىاد هىواد لپاره د افغانستان په سفارت کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورىو د افغانستان او انرژۍ مىثاق ترمنځ د اړىکو په پراخوالي او ټىنګښت، په راتلونکې کې په دوه اړخىزه همکارىو، په افغانستان کې د نوې کېدونکي انرژۍ په برخه کې په پانګونې، د انرژۍ او اوبو وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت د کارکونکو د وړتىا لوړولو په پروګرامونو او ىو شمېر نورو اړوندو مساىلو خبرې وکړې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha