صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | ډاکتر عبدالله :افغان حکومت د صرافانو د ستونزو د حل لپاره ژمن دى

ډاکتر عبدالله :افغان حکومت د صرافانو د ستونزو د حل لپاره ژمن دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ډاکتر عبدالله :افغان حکومت د صرافانو د ستونزو د حل لپاره ژمن دى

دافغانستان د حکومت اجرائيه رييس د پنجشنبې په ورځ دکابل د صرافانو د اتحاديې له غړو سره په کتنه کې د هغوى ستونزې وڅېړلې .ډاکتر عبدالله عبدالله د هېواد د صرافانو سراسري اعتصاب ته په اشارې سره وويل:

 اعتراض د هېواد د هر وګړي مدني حق دى او  حکومت مسووليت لري  چې هغو ته دحل قانوني اوعملي لارې ولټوي.په دې کتنه کې  دکابل د صرافانو داتحاديې استازو په يووېشتو مواردو کې يو پيشنهاد  اجرائيه رييس ته وړاندې کړ او ويې ويل :  دافغانستان بانک  وروستۍ مقررې او طرزالعملونه دصرافانو کاري بهير ته ستونزې رامنځته کړي دي.دوى  د جوازدپيسو د جمع او خرځ دافغانستان بانک  درپوټ  دورکولو ،د پيسو دلېږدونې او صرافانو ته دکاري مقررو اوطرزالعملونو دبياکتنې په باب خپلې غوښتنې طرحه کړې.اجرائيه رييس دوى ته  ډاډ ورکړ چې د دوى معقولو او قانوني غوښتنو ته  پاملرنه کېږي  چې د قانون له مخې صرافانو ته زياتې آسانتياوې رامنځته شي.ډاکتر عبدالله  عبدالله وويل: د دغې مسئلې د حل کولو او د صرافانو دغوښتنو  د څېړنې په خاطر دصرافانو داستازو په ګډون د جمهوري رياست ددويم مرستيال له خوا يوه  غونډه جوړېږي.اجرائيه رييس ټينګار وکړ چې له  دغې غونډې  وروسته درامنځته شويو ستونزو  د حل او دصرافانو دغوښتنو د څېړنې لپاره لازم اقدامات ترسره کېږي.ډاکتر عبدالله عبدالله د طرحه شويو ستونزو په  حل کولو د ټينګار په ترڅ کې   دصرافانو  له استازو څخه وغوښتل چې خپل اعتراض او اعتصاب پاى ته ورسوي.                    باختر

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha