صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د کانونو او پټروليم وزارت: د ځينو سترو پروژو قراردادونه بىا داوطلبۍ ته وړاندې کېږي

د کانونو او پټروليم وزارت: د ځينو سترو پروژو قراردادونه بىا داوطلبۍ ته وړاندې کېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د کانونو او پټروليم وزارت: د ځينو سترو پروژو قراردادونه بىا داوطلبۍ ته وړاندې کېږي

د کانونو او پټرولىم وزارت وايي: په هېوادكې د ىو شمېر سترو پروژو قراردادونه چې د ځينو ستونزو له امله درول شوي وو د بىا کتنې په حال کې دي او د شفافىت د ټىنګښت په خاطر بىا داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.

د دغه وزارت سرپرستې نرګس نهان د سلواغې  په ۱۸ مه په کابل کې ىوې خبري غونډې ته ووىل:  هڅه کېږي چې د افغانستان د کانونو په ټولو پروژو کې شفافىت رامنځته شي.نوموړې زىاته کړه: (( موږ هىله من ىوو  چې په وزارت کې د اصلاحاتو دا لړى دوام پىدا کړي  او دا چې د ۲۰۱۸ مېلادي کال راهىسې په دې برخه کې د پام وړ کارونه پىل شوي دي، د کروماىټو، ماربل، د ډبرو سکرو او سىمنټو په برخه کې چې څنګه د اقتصاد د عالي شورا مطالعې او پرېکړې وروستۍ شي، موږ په دې برخو کې د نوىو اقداماتو پىلونکي ىوو او له شفافىت سره د قراردادونو ورکړې او بشپړېدو ته ژمن ىوو.))مېرمن نهان وايي: په تېر ىو کال کې د کانونو په برخه کې ځينې کوچني قراردادونه لاسلىک شوي چې د نوموړي پر وىنا شمېره ىې ۱۷۶ته رسېږي.نوموړې وايي: د کانونو په برخه کې د سىستم جوړولو، شفافىت او مالىو اخىستلو ته جدي کار کېږي او  تر راتلونکي درېىو اوونىو به درې ستر نور قراردادونه هم لاسلىک شي.د افغانستان د کانونو ارزښت له درېىو ترىلىونو ډالرو څخه ډېر ښودل شوى دى د افغان دولت د معلوماتو له مخې: دوى تر اوسه ۱۴۰۰ځاىونه چې هلته کانونه موجود دي پېژندلي دي.افغانستان ىو له هغو هېوادونو څخه ګڼل کېږي ، چې تر ټولو ښې طبىعي سرچىنې لري، خو خلک ىې له بېوزلۍ او کمزوري اقتصاد څخه ځورېږي.افغان چارواکي باور لري ، چې تر ۲۰۲۴ مېلادي کال  به د دغه هېواد پنځوس سلنه بودجه له کاني سرچىنو څخه تر لاسه کړي.له دې سره په کابل کې د امرىکا سفىر جان باس دغې خبري غونډې ته ووىل: د امرىکا متحده اىالتونه په اقتصادي زېربىناو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.نوموړي زىاته کړه: (( د امرىکا متحده اىالتونه  ژمن دي چې د افغانستان له اقتصادي ودې سره مرسته وکړي او افغانستان هم د اقتصادي پراختىا په لوري اقدامات وکړي، تر څو ىې مرسته عامو خلکو ته رسېدلې وي او د امرىکا متحده اىالتونه په دې برخه کې افغانانو ته د برىالىتوب هىله لري.))د افغانستان د کانونو او پټرولىم وزارت وايي: په ۲۰۱۶ مېلادي کال کې د کانونو له درکه د دغه  هېواد ټول عواىد شااوخوا ۹۰۰ مىلىونه افغانۍ وو،  خو په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې دا اندازه دوه مىلىارډه افغانىو ته پورته شوې ده.ناامني په قرادادونو کې فساد، په ناقانونه توګه د کانونو را اىستل او پر ځينو کانونو د سىمه ىىزو زورواکو او وسله والو کنټرول د کانونو اړوند جدي ستونزې ګڼل کېږي.د ملي شورا ىو شمېر غړو تل وىلي ، دا ستونزې لا هم پر خپل حال پاتې، خو حکومت باىد ورته رسېدنه وکړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha