صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | اجرائيه رييس د افغانستان د پرمختګ لپاره د هند رول او مرستې وستايلې

اجرائيه رييس د افغانستان د پرمختګ لپاره د هند رول او مرستې وستايلې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
اجرائيه رييس د افغانستان د پرمختګ لپاره د هند رول او مرستې وستايلې

د افغانستان اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي له ټولو هېوادونو تمه لري چې له هغو پاليسو او اقداماتو ډډه وکړي چې په افغانستان کې بې ثباتي رامنځته کوي.

ښاغلى عبدالله وايي هغه هېوادونه چې له افغانستان سره د دوستۍ دعوه لري بايد خپله دوستي په عمل کې ثابته کړي. اجرائيه رييس، چې د سې‌شنبې په ورځ يې په کابل کې د هند له خوا د ۳۱ ميليونو ډالرو په ارزښت د ۱۰۸ پراختيايي پروژو د لاسليک په مراسمو کې خبرې کولې د افغانستان په پرمختګ کې يې د هند رول او د دغه هېواد مرستې وستايلې. ښاغلى عبدالله وايي، د واقعي دوستۍ معنى همدا ده چې تاسو د يوه هېواد د خلکو د ژوند د بهترۍ لپاره هر وخت مرستې او کار ته اماده اوسئ. د افغانستان اجرائيه رييس وايي : (( د افغانستان له بې ثباته کولو، راکټ غورځونو او ځانمرګو بريدونو د هېچا لاسته هېڅ نه ورځي، زموږ هيله همدا ده هغه هېوادونه چې له موږ سره د دوستۍ دعوه لري، خپله دوستي در په عمل کې ثابته کړي.)) ښاغلي عبدالله د افغانستان دريځ او موقف د‌ ټولو لپاره يو فرصت وباله او زياته يې کړه  چې افغانستان د ټولو خوا ته د دوستۍ لاس اوږد کړى او د هېڅ هېواد بې ثباتي نه غواړي. ښاغلي عبدالله وويل چې افغانستان د خپلو خلکو ښه راتلونکى له ټولو سره په سوله کې ويني. په کابل کې د هند سفير منپريپ وهرا چې له افغان وزيرانو سره يې په بېلا بېلو برخو کې د پروژو هوکړه ليکونه لاسليکول، د افغانستان او هند پر دوستۍ ټينګار وکړ او ويې ويل هند به د افغانانو د ژوند د ښه والي په برخه کې خپلو هراړخيزو مرستو ته دوام ورکړي. هغه وويل : (( هند د افغانستان لپاره يو د باور وړ همکار دى او په راتلونکې کې به هم وي، چې ستاسو برياليتوب به لمانځي، ستاسو په درد کې به شريک وي، او ستاسو سره به په ټينګه ولاړ وو.)) د هند له خوا به د ۳۱ ميليونه ډالر مرسته د افغانستان په ۳۱ ولايتونو کې د ۱۰۸ پروژو په پلي کولو ولګېږي. دغه پروژې چې زياتره يې د عامو افغانانو د ژوند د بهترۍ لپاره دي، د پوهنې، روغتيا، کرنې، سپورټ او نورو برخو کې پلې شي. د هند د سفير په وينا چې د دغه هېواد له خوا له افغانستان  سره مرسته ۲۰۰ ميليونو ډالرو ته رسېږي، چې ۱۰۰ ميليونه ډالر يې د وړو پرمختيايي پروژو لپاره په ۲۰۱۲ م کال کې اعلام کړې وه، د سفير په خبره له دغې مرستې څخه د افغانستان په ټولو ولايتونو کې د ۷۷ ميليونو ډالرو په لګښت ۳۰۴ پروژې پلي شوې او يا د پلي کېدو په حال کې دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha