صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | جمهور رييس غني د صادراتو پر ارزښت او د وارداتو پر کموالي ټينګار وکړ

جمهور رييس غني د صادراتو پر ارزښت او د وارداتو پر کموالي ټينګار وکړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
جمهور رييس غني د صادراتو پر ارزښت او د وارداتو پر کموالي ټينګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د سوداګرۍ او ترانزېټ په برخو کې د آسانتياو د رامنځته کولو په خاطر غونډه د سلواغې په ۱۶مه له غرمې وروسته په ارګ کې جوړه شوه.

 په دې غونډه کې چې د جمهوررييس دويم مرستيال استاد سرور دانش او اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، د سوداګرۍ وزارت د صنايعو معيين فيروزخان مسجدي او د ماليې وزارت د ګمرکونو معيين نجيب الله وردګ، د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزي او د افغانستان د صنايعو د سراسري اتحاديې رييس شېرباز کمين زاده د سوداګرۍ، ترانزېټ او هوايي کورېدورونو په برخو کې د ستونزو او آسانتياوو په اړه خبرې وکړې. وروسته جمهوررييس غني ماليې او سوداګرۍ وزارتونو ته د سوداګرو د ستونزو د بېړني حل په موخه لازمې لارښوونې وکړې وې ويل: زموږ سوداګري بايد له هېوادونو سره د معتبرو اصولنامو او موافقتنامو په رڼا کې ترسره شي. ده زياته کړه: موږ بايد يوه ستراتيژي ولرو چې پر مټ يې له بېلابېلو هېوادونو سره د سوداګرۍ او ترانزېټ په برخو کې خبرې وکړو. جمهوررييس وويل: زموږ سوداګر بايد په بېلابېلو هېوادونو کې د سوداګرۍ او ترانزېټ لپاره له برابر شويو فرصتونو څخه ګټه واخلي. ده دغه راز د صادراتو پر ارزښت او د وارداتو پر کموالي ټينګار وکړ وې ويل، د وارداتو پر بديل بايد فکر وشي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha