صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د قره‌قل صادرات ۱۹۶سلنه لوړ شوي

د قره‌قل صادرات ۱۹۶سلنه لوړ شوي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د قره‌قل صادرات ۱۹۶سلنه لوړ شوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د قره‌قل رياست مسوولين وايي، د ۱۳۹۵ لمريز کال په پرتله په ۱۳۹۶ کال کې د قره‌قل د صادراتو کچه ۱۹۶ سلنو ته لوړه شوې ده.

د دغه رياست اداري مدير محمد عارف ازادي راډيو ته وويل، په روان لمريز کال کې څه باندې ۵۰۰ زره قره‌قل له افغانستانه بهر لېږل شوي دا په داسې حال کې ده چې په ۱۳۹۵ لمريز کال کې ۱۷۸۵۷۱ قره‌قل بهر ته صادر شوي وو. نوموړي وويل، د قره‌قل دا پوستکي په ۱۳۹۶ کال کې اسيايي او اروپايي هېوادونو ته صادر شوي دي. د دغه وزارت چارواکي وايي، بهر ته دغه قره‌قل له سرپل، فارياب، جوزجان، بلخ، کندز او سمنګان ولايتونو څخه صادر شوي دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha