صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | ملي تدارکاتو کمېسيون د ۲،۳ميلياردو افغانيو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسيون د ۲،۳ميلياردو افغانيو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تدارکاتو کمېسيون د ۲،۳ميلياردو افغانيو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل

وړمه ورځ په ارګ کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه جوړه شوه.د جمهور رييس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ:په دې غونډه کې د ۳،۲ ميلياردو افغانيو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور شول چې لاندې پروژې په کې شاملې دي:

١:له دوشي څخه تر باميانو پورې د ۲۲۰ کيلو ولټه برېښنا لين د وېش شبکې قرارداد چې په مشروط ډول منظوره شوه.

٢:د ټلېفون له لارې د معاشونو د ورکړې پروژه.

٣:د هرات ولايت د دوا کيفيت، لابراتوار او روغتيايي محصولاتو د ودانۍ جوړول.

٤:د ملي امنيت عمومي رياست د مرکزي ادارو او نظامي قطعاتو د اړتيا وړ تېلو تدارک.

٥:د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز رياست لپاره د PBX او CISCOټلېفونونو د سيستم چمتو کول.

پر دې سربېره د ملي تدارکاتو کمېسيون تر ۱۵٪ پورې د سالنګونو د ساتنې اړتيا وړ د دوه قلمه تېلو د قرارداد تعديل هم تايېد کړ.  دغه راز  د کابل ـ لوګر سرک د ۷ کيلومترو جوړولو قرارداد هم وارزول شو، خو ملي تدارکاتو کمېسيون تايېد نه کړ او پرېکړه وشوه چې، ياده پروژه فوايد عامې وزارت ته انتقال او تدارکاتي پروسه يې د همدغه وزارت له لارې بشپړه شي.ملي تدارکاتو کمېسيون همداراز له دوشي څخه تر باميانو پورې د برېښنا شبکې دوه نورې برخې د بيې د چنې، د شرکتونو د ترلاسه شويو اسنادو د ډاډ او د پروژې د تمويلونکې ( د اسيا پراختيايي بانک) د اعتراض  دنه اخيستو په خاطر بېرته ور وګرځولې.ملي تدارکاتو کمېسيون ماليې وزارت مکلف کړ چې، په دې اړه د پروژې تمويلونکو سره اړيکه ونيسي او تر يوې اوونۍ پورې د پايلو په اړه کمېسيون ته راپور ورکړي.په دې غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسيون، د ولسي جرګې د مالي او د بودجې کمېسيون، د افغانستان د څار بنسټ، د سيګار او غوڅ ملاتړ سيستيکا ادارو ملي او بين المللي څارونکوهم حضور درلود.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha