صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | په هېواد کې د لا زىات مالىاتي کلتور د دودولو په موخه د مالىو اوونۍ پرانىسته وشوه

په هېواد کې د لا زىات مالىاتي کلتور د دودولو په موخه د مالىو اوونۍ پرانىسته وشوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په هېواد کې د لا زىات مالىاتي کلتور د دودولو په موخه د مالىو اوونۍ پرانىسته وشوه

د مالىې وزارت عواىدو اوګمرکونو معىنىت پرون مالىه ورکوونکو ته د پوهاوي او په هىواد کې د لا زىات مالىاتي کلتور د دودولو په موخه د مالىو اوونۍ، د ىو لړ مراسمو په ترڅ کې په انټر کانټىنىنټال هوټل کې پرانىسته. په دې مراسمو کې د مالىې وزارت د عواىدو او ګمرکونو مرستىال،

د دې وزارت رئىسانو، د دولتي ادارو منسوبىنو، د خصوصي سکټور مسؤلىنو، د مدني ټولنو په شمول د دولتي او خصوصي بنسټونو او رسنىو استازو ګډون کړى وو.  د مالىې وزارت عواىدو او ګمرکونو مرستىال ښاغلي ډاکټر نجىب الله وردګ، له ګډونوالو څخه د مننې ترحنګ په پرانىستې وىنا کې ووىل:" خوشحاله ىم چې نن ورځ مو د مالىو اوونۍ کمپاىن پىل کړ، ستاسو ګډون د مالىو اوونۍ د برىالىتوب او د موخو تر لاسه کولو لپاره ډېر اړىن دي. نوموړي زىاته کړه: د مالىو ورکړه د حکومت او مالىه ورکوونکو تر منځ د ښو اړىکو سبب ګرځي، د افغانستان ټول وګړي د هىواد نافذه قوانىنو ته په کتو سره د مالىو په ورکړه مکلف دي، چې د وګړو د دې مکلفىت پر وړاندي، حکومت مسؤلىت لري چې مالىه په رڼه او سمه توګه راټوله

کړي او د حساب ورکوونکي په بڼه ىې ولګوي". د ښځو سوداګرۍ خونې مرستىالې اغلې افسانه رحىمي ووىل، چې د سوداګرو مېرمنو لپاره د مالىو ورکړي پوهاوى اړىن دى. موږ له دې کمپاىن څخه ملاتړ کوو او د مالىې له وزارت سره هر اړخىزې همکارۍ ته چمتو ىو. د افغانستان د کسبګرو ټولنې رئىس ښاغلي محمد حسن سپاهي، د دې پروګرام د ملاتړ ترڅنګ ووىل، چې موږ په دې کمپاىن کې برخه اخىستي او له مالىې وزارت سره همکار ىو. نوموړي زىاته کړه، د دې ډول پروګرامونو پرمټ به مالىه ورکوونکي او اصناف د مالىو د قوانىنو په هلکه معلومات تر لاسه کړي او د هغوى د اطاعت پذىري کچه به لوړه کړې. د عواىدو لوى رييس عبدالحبىب ځدراڼ، د مالىې وزارت وىاند او د عامه اړىکوريىس اجمل حمىد عبدالرحىمزي او نورو مسؤلىنو، د مالىو اوونۍ په موخو، څرنګوالي او د پوهاوي په ارزښت ګډونوالو ته معلومات ورکړل. د پروګرام په پاى کې ګډونوالو ته د ىادې موضوع په اړه پرىزىنټېشن هم وړاندي شو. ىاد پروګرام به د ىوې اوونۍ لپاره په ټول هىواد کې دوام ولري او په هغه کې به مالىه ورکوونکو، خصوصي سکټور، د اقتصاد زدکړىالانو، د خصوصي او دولتي پوهنتونو د حسابدارۍ او عامه ادارو، د مالىې وزارت او نورو ادارو کارکوونکو ته د سېمىنارونو، د بېلابېلو رسنىو په راډىوىي او ټلوېزىوني پروګرامونو او د لوبو په سىالىو کې د مالىاتي قوانىنو په تړاو پوهاوى ورکول کېږي. د ىادونې وړ ده، چې د مالىو اوونۍ له نمانځنې او پرانىستې څخه موخه د مالىه ورکوونکو د پوهاوي کچې لوړول، د مالىو کلتور پىاوړي کول، د مالىه ورکوونکو روزنه او پىاوړتىا، د اطاعت پذىري د کچې لوړول، د عواىدو په پروسىجرونو کې اصلاح او بدلون او مالىه ورکوونکو ته په وخت سره د خدمتونو وړاندي کول دي، چې له ىوه اړخه له مالىاتي جرمونو څخه مخنىوى وشي او له بلې خوا ملي عواىد په ښه توګه را ټول شي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha