صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ملي تدارکاتوكمېسيون د برېښنا د تولىد او د برېښنا دتولىدي دستګاه د نصب د پانګونې پروژې منظور کړې

د ملي تدارکاتوكمېسيون د برېښنا د تولىد او د برېښنا دتولىدي دستګاه د نصب د پانګونې پروژې منظور کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملي تدارکاتوكمېسيون د برېښنا د تولىد او د برېښنا دتولىدي دستګاه د نصب د پانګونې پروژې منظور کړې

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو كمېسيون غونډه وړم ماښام په ارګ کې جوړه شوه.په دې غونډه کې د لومړي ځل لپاره د عامه او خصوصي( Public Private Partnership ) مشارکت د پانګونې دوه قراردادونه د مالىې

وزارت د عامه او خصوصي مشارکت عمومي رىاست د ملي تدارکاتو كمېسيون ته وړاندې او كمېسيون تصوىب کړل.د پانګونې دا قراردادونه د ۳۸٫۸ مىلىونو ډالرو په ارزښت د شبرغان د ګازي برېښنا د تولىد پروژه ده چې بىات پاور شرکت ورباندې پانګونه کوي او د مزار شرىف د برېښنا د تولىد د نصب دستګاه پروژه چې د غضنفر ګروپ او د نړىوال بانک مالي بىن المللي بنسټ ( nternational Financial Cooperation–IFC ) د ۷۵ مىلىونو ډالرو پانګونې په ارزښت تطبىقېږي.په ىادو پروژو کې د افغانستان برېښنا شرکت، د انرژۍ او اوبو او کانونو وزارتونه او د مځکو اداره هم دخىله ده.د دې پروژو قراردادونه (جوړول – ملکىت او ګټه اخىستنه) دي او د DLA Piper  شرکت په حقوقي توګه ورته دقت کړى او د پىسو بىن المللي صندوق(IMF) او IDA هم ورسره موافقه کړې ده.د شبرغان د ګازي برېښنا د تولىد پروژه د پنځو کالو لپاره ىې موده په ګوته شوې او د ۴۰ مىګا واټه برېښنا د تولىد ظرفىت لري.له بل لوري د مزارشرىف د برېښنا د تولىد دستګاه د نصب پروژه د ۲۰ کالو  لپاره په پام کې نىول شوې او د ۵۰ مىګا واټه ګازي برېښنا تولىدي ظرفىت لري.د ىادونې وړ ده چې د دې پروژو پر طرحه دمخه د اقتصاد په عالي شورا کې بحث شوى او تصوىب شوې او اوس د نهاىي منظورۍ په موخه د عامه او خصوصي مشاركت عمومي رىاست دملي تدارکاتو كمېسيون ته وړاندې کړې.جمهور رييس او د ملي تدارکاتو د كمېسيون حاضرو غړو ىادې پروژې د داخلي انرژۍ د تولىد  د بستر د اىجاد په برخه کې لومړى ګام او د خصوصي پانګونې له لارې د انرژۍ سکتور د خودکفاىۍ په لور مهم حرکت وباله.د هېواد جمهور رييس همدارنګه څرګنده کړه چې په اوسني وضعىت کې د افغانستان د انرژۍ سکتور د جزىرې په توګه عمل کوي چې اړتىا ده په راتلونکې لسىزه کې په ىو واحد سىستم بدل شي او په دې بهىر کې د خصوصي پانګونې رول عمده دى.جمهور رييس ټىنګار وکړ چې د وارداتي برېښنا قېمت د صعود په حال کې وو ، نو په هېواد کې د انرژۍ داخلي تولىد ته پام د ارزښت وړ دى.سربېره پر دې د انرژۍ او اوبو وزارت، د افغانستان برېښنا شرکت او د کانونو وزارت د دې پروژو د منظورۍ هرکلى وکړ او د خپلو اړوندو برخو د عملي کولو چمتووالى ىې اعلان کړ.د مځکو خپلواکې ادارې هم د هرې پروژې لپاره په ترتىب سره د ۲۵ او ۱۰۰ جرىبه مځکې د موازي انتقال په اړه د افغانستان د اسلامي جمهورىت کابىنې ته راپور ورکړ.د ىادونې وړ ده چې د دې پروژو اغېزې به ىوازې پر شمالي ولاىتونو نه وي، بلکې د کابل په ګډون د هېواد اکثرىت ولاىتونه به د انرژۍ له تولىداتو څخه برخمن شي.وروسته له دې د ملي تدارکاتو كمېسيون د غونډې په اجنډا کې پرشاملو تدارکاتي پروژو بحث وکړ او په پاىله کې ىې د پروان ولاىت د جبل السراج ولسوالۍ د اشوبه کلي د سرک جوړولو قىر او کانکرىټ او د افغانستتان برېښنا شرکت اړوند د کانکرىټي او دوسپنې دپاىو لپاره ۱۰ قلمه خام مواد منظور کړل.د كمېسيون په دې غونډه کې د جمهور رييس دوىم مرستىال استاد سرور دانش، اجرائىه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او د ملي تدارکاتو د كمېسيون د حاضرو غړو تر څنګ له فساد سره د مبارزې د پارلماني کاکس ، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ملي اقتصاد كمېسيونونو، د ولسي جرګې د مالي او بودجې د كمېسيون، د سىګار او غوڅ ملاتړ سىستىکا

د ادارې ملي او بىن المللي څارونکو هم حضور درلود.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha