صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ترکمنستان د وارداتي برېښنا مزي له غزني سره ونښلول شو

د ترکمنستان د وارداتي برېښنا مزي له غزني سره ونښلول شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ترکمنستان د وارداتي برېښنا مزي له غزني سره ونښلول شو

د غزني ولايتي چارواکي وايي، د ترکمنستان د۲۲۰ کيلو ولټه وارداتي برېښنا مزي چې دوې مياشتې وړاندې له غزني ښار سره د نښلول کېدو اته ورځې وروسته وسله والو د دغه ولايت او وردګو د سيداباد ولسوالۍ کې پرې کړي وو، بېرته نښلول شوي دي.

د غزني د برېښنا رييس انجينر جان محمد امريکا غږ اشنا راډيو ته وويل، وړمه شپه دا مزي نښلول شوي او اوس دغه وارداتي برېښنا غزني ته رسېدلې ده.

انجينر جان محمد وويل: (( د افغان امنيتي ځواکونو او افغان حکومت په مرسته مو د ترکمنستان د وارداتي برېښنا مزي د غزني د مرکز د  

سب سټيشن سره ونښلوه.)) هغه وويل چې اوس د غزني په مرکز کې له شلو زرو څخه زياتې کورنۍ د برېښنا د دغه مزي څخه د خپلو خونو د روښانه کولو لپاره ګټه اخلي. د وردګو ولايت د پوليسو وياند نقيب احمد اميني رسنيو ته په استولي بيان کې ويلي چې غيرې مسولو وسله والو دوې مياشتې وړاندې د سيد اباد ولسوالۍ د سلطانخيلو په سيمه کې د دغې وارداتي برېښنا ۶۰۰ متره مزي له پرې کولو وروسته دا مزي غلا کړي وو، چې له امله يې غزني ته د برېښنا جريان هم پرې شوی و. ښاغلي اميني ويلي چې دغو غيرې مسوولو وسله والو د افغانستان د برېښنا شرکت کارکوونکي هم د برېښنا د مزي د نښلولو کار ته نه پرېښودل، چې بيا وروسته د دغه ولايت پوليسو د سيداباد په ولسوالۍ کې عمليات وکړل او غيرې مسوول وسله وال يې له سيمې وشړل او ورسره د برېښنا مزي نښلولو ته لاره هواره شوه. د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکي وايي، اوسمهال د غزني په مرکز کې تر لس زرو پورې کورنۍ د حرارتي برېښنا څخه کاراخلي، چې د ترکمنستان د ۲۲۰ کيلو ولټه مزي د نښلولو وروسته شل زره نورې کورنۍ هم د برېښنا څخه ګټه واخلي. غزني او وردګ ولايتونه د افغانستان په ناامنه ولايتونو کې شمېرل کېږي. د وردګو پوليس وايي چې له ارغندۍ څخه غزني ته د برېښنا د مزي د نښلولو په عملياتو کې د درېـيو قوماندانانو په ګډون د افغان حکومت دېرش مخالفوسله وال وژل شوي دي.

همداشان په عملياتو کې د ملي اردو او پوليسو دوه سرتېري هم شهيدا شوي او د برېښنا شرکت د يو کارکوونکي په ګډون دری ټپيان شوي دي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha