صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د كابل - ممبيي تر منځ د سوداګرۍ لوى دهليزپرانيستل شو

د كابل - ممبيي تر منځ د سوداګرۍ لوى دهليزپرانيستل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د كابل - ممبيي تر منځ د سوداګرۍ لوى دهليزپرانيستل شو

د جمهور رييس دويم مرستىال وايي: افغان حكومت د سوداګرۍ لوى پلانونه طرحه کړي او ډېر ژر به د سىمې له هېوادونو سره د سوداګرۍ له لارې وصل شي.د مځکې، سمندر او اوس د هوايي دهلېز له لارې د افغانستان سوداګرىزې راکړې ورکړې خوشبىنۍ راپىدا کړې دي.

د ولسمشر محمد اشرف غني دويم مرستىال محمد سرور دانش وايي: کوم پلانونه چې په سوداګرۍ او اقتصادي برخو کې په پام کې نىول شوي وو د عملي کېدو په حال کې دي او له هند سره د دويم هوايي دهلېز پرانىستل کېدل هم د دغو پلانونو برخه ده.سرور دانش د مرغومي په۶ مه د حامد کرزي په نړىوال هوايي ډګر کې د افغانستان- هند د هوايي دهلېز دويمې برخې د پرانىستلو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ووىل:  هند له دوى سره ژمنه کړې ده ، چې د سوداګرۍ او افغاني تولىداتو دپراختىا لپاره به په ممبيي ښار کې نندارتونونه جوړ کړي.نوموړي زىاته کړه: (( هوايي دهلېز له ټولو مهم دى چې او س ‌ىې د دويمې برخې د پرانىستلو شاهدان ىو. په دغې پاليسۍ کې د افغانستان پر صادراتو ټينګار شوى دى. په دې برخه کې له هند سره زموږ اړىکې مهمې دي او موږ له ګاونډىو هېوادونو هم تمه لرو چې په خپلو سىاسي پالېسىو کې اقتصادي همکاري د ىوه اصلي محور په توګه وټاکي او پاملرنه ورته وکړي.ښاغلى دانش زىاتوي: افغانستان د سىمې له هېوادونو سره د سوداګرىزو اړىکو د لا پراختىا پر ىوه  پلان کار کوي.نوموړى وايي: له دغه دهلېز څخه د استفادې په لومړي پړاو کې به ۴۰ ټنه تازه مېوه د هند ممبيي ښار ته انتقال شي.د افغانستان او هند ترمنځ هوايي دهلېز د روان هجري لمرىز کال د غبرګولي په مىاشت کې پرانىستل شو چې دغه ګام د افغان سوداګرو له هرکلي سره مخامخ شو.د افغانستان د سوداګرۍ او صناىعو خونې د معلوماتو له مخې تر دې دمه د دغه هوايي دهلېز له لارې ۱۶۶ ټنه وچه مېوه هند ته انتقال شوې چې ارزښت‌ىې ۲۰ مىلىونه ډالرو ته رسېږي.د سوداګرۍ او صناىعو خونې مرستىال خان جان الکوزى په دې برخه کې د حکومت هڅې اود هند همکاري ستاىي.نوموړي چې د افغانستان او هند د هوايي دهلېز دويمې برخې د پرانىستلو په مراسمو کې خبرې کولې ووىل : د قزاقستان الماتا ښار ته به هم د افغاني توکو د لېږد لپاره ډېر ژر هوايي دهلېز پرانىستل شي.نوموړي زىاته کړه: (( له نېکه‌مرغه چې زموږ د مېوو بىه د نوې ډېلي په نسبت په ممبيي ښار کې دوه برابره لوړه ده او زه له جمهور رييس نه مننه کوم. دغه هوايي دهلېز به نه‌ىوازې زموږ سوداګر تشوىق کړي، بلکې باغ لرونکي به هم د حاصلاتو زىاتېدو ته وهڅوي. افغانستان سږ کال ۲۰۸۰۰۰ ټنه مېوه بهرنىو هېوادونو ته صادره کړې او دا د دغه هېواد په تارىخ کې مخىنه نه‌لري.له بلې‌خوا د بهرنىو چارو وزارت اقتصادي مرستىاله عادله راز د سوداګرۍ په برخه کې له افغانستان سره د هند همکاري ستايي او ټىنګار ىې وکړ چې حکومت به په نږدې راتلونکي کې له نورو هېوادونو سره هم هوايي دهلېزونه رامنځته کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha