صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | په افغانستان کې د ګازو د نل لىکې د غځولو کار پىلېږي

په افغانستان کې د ګازو د نل لىکې د غځولو کار پىلېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په افغانستان کې د ګازو د نل لىکې د غځولو کار پىلېږي

د ټاپي پروژې پلي کوونکي هىله څرګندوي چې د ۲۰۱۹ مىلادي کال په وروستىو کې به د دې پروژې د پلي کولو چارې بشپړې شي، چې په پاىله کې به‌ىې د ګازو د لېږد بهىر په عملي ډول پىل شي.

د دغې پروژې اجرائىه رييس محمد مىرات امانوف چې د مرغومې ۶مه په کابل کې ىوې خبري غونډې ته خبرې کولې ووىل: ټاکل شوې په راتلونکو دوو مىاشتو کې د ګازو د نل لىکې د غځولو کار په افغانستان کې پىل شي.نوموړي زىاته کړه: د دې پروژې کار په ترکمنستان کې بشپړ شوى او د ګازو نل لىکه د افغانستان تر هرات ولاىت پورې رارسېدلې ده.نوموړي زىاته کړه: (( موږ د پروژې د کوربه هېوادونو ښه ملاتړ او ښه مشورتي ټىم لرو، دا ټول په دې معنى ، چې موږ اوس په داسې ډول روان ىو چې د ۲۰۱۸ م کال په پىل کې ساختماني چارېپىل کړو او په ۲۰۱۹ م کال کې د ګازو لېږد بشپړ کړو.))ټاپي ىا د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ګډه پروژه چې له مخې ىې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بىا هند ته لېږدول کېږي، خو دا ىوازې د ګازو لېږد نه، بلکې د برېښنا  او په ټوله کې د انرژۍ د لېږد پروژه هم ده، خو د دغې پروژې په اړه د پرمختګونو خبره داسې مهال کېږي چې د ۲۰۰۷ مېلادي کال راد په دې خوا  د امنىت سربېره د  ځىنو نورو ستونزو له کبله وخت نا وخت ځنډېدلي.ښاغلى امانوف وايي: دا وخت د ټاپي پروژې په اړه ډېرې ستونزې نه‌وىني او په افغانستان کې هم د کار د چټکتوب په اړه ډاډمن دى.د ګازو د لېږد دا پروژه پوره دوه کاله وړاندې د ۲۰۱۵ مىلادي کال په ډسمبر مىاشت کې د افغان ولسمشر په ګډون د ترکمنستان، پاکستان او هندي مشرانو له‌خوا پرانىستل شوه.که څه هم امنىت د دغې پروژې پر وړاندې ىوه ننګونه ىادېږي، خو د افغانستان د ملي دفاع وزارت وىاند دولت وزىري وايي: افغان حکومت په دې اړه لازم تدابىر نىولي دي.نوموړي زىاته کړه:  (( د ټاپي پروژه د افغانستان ىوه ستره اقتصادي پروژه ده. موږ هېڅ ستونزه نه‌لرو چې د دې پروژې امنىت وساتو. موږ په دې هکله ټول تدابىر نىولي دي او کارونه مو کړي، دعا کوو چې د دې په شان نورې پروژې هم دلته پىل شي.))ټاکل شوې چې دا پروژه په افغانستان کې شااوخوا ۵۰ زره کسانو ته د کار زمىنه برابره او تر څنګ‌يې دغه هېواد په کلني ډول ۵۰۰ مىلىونه ډالر د ټرانزىټ حق تر لاسه کړي.د ټاپي پروژې د بورډ ىو افغان غړى اجمل احمدي وايي: دا د افغانستان لپاره ىوه مهمه اقتصادي پروژه ده او د عملي کېدو په صورت کې يې هېواد ته ډېرې نورې اقتصادي پروژې برابرولاى شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha