صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ملي تدارکاتو کمېسيون يو شمېر تړونونه تائيد كړل

د ملي تدارکاتو کمېسيون يو شمېر تړونونه تائيد كړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملي تدارکاتو کمېسيون يو شمېر تړونونه تائيد كړل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه چې وړم، ماښام په ارګ کې جوړه شوه، پر ۱۲ تړونونو بحث او مشخصې پرېکړې وکړې.پروژې او پرېکړې په لاندې ډول دي:

– د کابل ښاروالۍ اړوند د کابل ښار وزير آباد کانال جوړولو منظوري؛

–  د ګرشک چاه انجير پروژې څارنې تړون د مودې غځولو تائيد؛

–  د کاپيسا ولايت د کوهبند ولسوالۍ دُر نامه کلي د ۱۳ کيلو متره سرک پخولو مودې د غځولو تائيد؛

–  د ۱۳۹۷ مالي کال نوي تړونونو پورې د کورنيو چارو وزارت د محابسو او توقيف خانو د عمومي رياست اعاشوي او محروقاتي تړونونو د تعديل تائيد؛

–  د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين کمپلکس د نجونو او هلکانو ليليې ودانۍ جوړولو پروژې مودې غځولو اعاده؛

– په آسلام اباد کې د افغانستان سفارت ودانۍ جوړولو پروژې لپاره د نظارتي کمپنۍ استخدام تړون اعاده؛

غونډې د بغلان ولايت د خنجان او اندراب ولسوالۍ د ۴،۰ کيلو ولټ شبکې اړتيا وړ برقي تجهيزاتو تدارک تړون رد کړ او لارښوونه يې وکړه چې ياد تړون دې بيا داوطلبۍ ته وړاندې شي؛

همدارنګه کورنيو چارو وزارت موظف شو چې د ۱۳۹۷ کال تړونونو ارزونه سخته او چټکه کړي او د عامه محافظت تصدۍ د اعاشوي او محروقاتي  تړونونو په اړه د هغه وزارت د وړانديز په اړه لارښوونه وشوه چې د ۱۳۹۷ مالي کال د تړونونو په اړه د عاجلې اړتيا د رفع کولو په موخه  اقدامات وکړي.

د هېواد جمهور رييس وويل: په نوي مالي کال کې به د شرکتونو د ذي نفع مالکيت تشخيص او د هغوى مالياتي تصفيه او د پانګونې لپاره تړون به د نوي اصلاحي  مېتود او د روڼوالي دپياوړتيا په توګه په پام کې ونيول شي.

په دې غونډه کې له اداري فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان د روڼتيا د څار، د ملي شورا د اقتصادي کمېسيونونو، سيګار او سيستيکا ادارو ملي او بين المللي څارونکو هم حضور درلود.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha