صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د افغانستان او چين تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول

د افغانستان او چين تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغانستان او چين تر منځ د اقتصادي او سوداګريزو  همکاريو هوکړه ليکونه لاسليک شول

د افغانستان او چين تر منځ د اقتصادي او سوداګريز درېيم ګډ کمېسيون نن د ليندۍ مياشتې په ۱۳مه نېټه د ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي، او د چين د سوداګرۍ وزارت نائبې اغلي ګائو يان، په ګډه مشرۍ د چين په بيجينک ښار کې جوړ شو.

په دې ناسته کې د دوه اړخيزې اقتصادي او ترانزيټي همکاريو په ودې او پياوړتيا، د اسيا بنسټيزې پانګې اچونې بانک (AIIB) کې د افغانستان په غړيتوب، د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند په طرح کې د افغانستان په دريځ، په افغانستان کې د پانګونې لپاره د چينايې سوداګرو د پانګې په هڅونې، د دواړو هيوادونو ترمنځ د هوايې نښلونې په پراختيا، د کرنې سکټور په برخه کې د افغانستان د صادراتو پر زياتوالي، د زيربنايې او پراختيايې پروژو باندې د چينايې شرکتونو په پانګونې، چين ته د افغانستان په صادراتي توکو د ګمرکي تعرفې په کمولو او د ګمرکي اطلاعاتو په تبادلې، د پنځو هيوادونو (افغانستان، ايران، تاجکستان، قرغزستان او چين) ترمنځ په ريل پټلۍ، د نوي کېدونکو انرژۍ په برخو کې د ياد هيواد په همکاريو، ترانسپورټ او د اوبو د سرچينو په مديريت، د افغان سوداګرو د ويزو په ستونزو، په ۲۰۱۸ کال کې د چين په صادراتي نندارتون کې د افغانستان په ګډون، سېمه ايزو همکاريو، چين ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګازو په ليږد، د واخان دهليز له لارې د نوري فايبر په نښليدو او ليږد، د ريل پټلۍ په انسټيټيوټ، د استطاعت وړ د استوګنيزو کورونو په جوړيدو، د نساجي صنايع، د سمنټو په فاريکې، د ميس عينک او امو درياب په پروژو، چين ته د افغاسنتان د مرمرينو ډبرو، جلغوزو، او انارو په صادراتو او يو شمېر نورو اړوندو مسايلو په اړه خبرې وکړې.سره له دې چې چين له خپل لوري د دوامداره مرستو ژمنه وکړه، پريکړه وشوه چې د پنځو راتلونکو کلونو لپاره د افغانستان حکومت د لومړيتوبونو او اړتياوو له مخې د پروژو يوه جامع بسته ترتيب او چين لوري ته دې وړاندې شي.همداشان د چين سوداګرۍ وزارت له مرستيال سره د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارچنار د نوې ودانۍ د امکاناتو، د جمهوريت روغتون لپاره د تجهيزاتو او د کډوالو او بېرته راستنيدونکو چارو وزارت لپاره د اداري وسايلو په برخه کې دوه هوکړه ليکونه لاسليک شول.ماليې وزير د دوست هيواد چين له همکاريو او ياد هيواد ته د سفر په لړ کې له ميلمه پالنې څخه مننه وکړه.د يادونې وړ ده چې ماليې وزير تېره ورځ د ليندۍ مياشتې په ۱۲مه نېټه د ياد کمېسيون په څنډه کې د اسيا بنسټيزې پانګې اچونې بانک (AIIB) له رئيس ښاغلي جن ليچون، سره په افغانستان کې د بنسټيزو پروژو د تمويل په موخه په نږدې راتلونکې کې د ياد بانک د مقدماتي ټيم د سفر په اړه هم خبرې وکړې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha