صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | مشرانو جرگې د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بوديجه تائيد کړه

مشرانو جرگې د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بوديجه تائيد کړه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
مشرانو جرگې د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بوديجه تائيد کړه

ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي، پرون سه شنبې په پارلماني چارو کې د دولت وزارت د مرستيال په ملتيا د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې ګډون وکړ او د مشرانو جرګې په غوڅ اكثريت سره د ۱۳۹۷ مالي کال ملي بوديجه تاييد كړه،

ښاغلي اكليل حكيمي د ملي بوديجې په اړه دې جرګې د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وويل. ماليې وزير وويل: (( د راتلونکي مالي کال ملي بوديجه د سولې او پراختيا ملي چوکاټ (ANPDF) او همدا شان د ولايتي پاليسۍ له مخې د لګښتونو، د ملي عوايدو او د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د ملي بوديجې د وړاندوينې، د ولايتونو او ولسواليو په کچه د پروګرامونو او پروژو پلي کولو او کمو پراختيا لرونکو ولايتونو ته د ځانګړنې پاملرنې له مخې جوړه شوې ده.)) ماليې وزير سناتورانو ته ډاډ ورکړ چې ستاسو نظرونه او وړانديزونه به په ملي بوديجه کې د هېواد د نافذه قوانينو، ملي ګټو، خلکو ته د غوره خدمتونو او امکاناتو ته په کتو په پام کې ونيول شي.د غونډې په پاى کې سناتورانو د ۱۳۹۷ مالي کال بوديجه په غوڅ اکثريت سره تائيد کړه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha