صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | نړيوال بانک وايي، د افغانستان اقتصاد سږ کال وده کړې

نړيوال بانک وايي، د افغانستان اقتصاد سږ کال وده کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
نړيوال بانک وايي، د افغانستان اقتصاد سږ کال وده کړې

نړيوال بانک د افغانستان اقتصادي ودې ته هيله مندي ښکاره کړه اواټکل يې وکړ چې سږ کال به د افغانستان اقتصاد ۲ اعشاريه ۶ سلنه وده وکړي.

نړيوال بانک پرون (( سې شنبه)) وويل چې د افغانستان اقتصاد د ناامنۍ له زياتېدو سره سره د تېر کال په پرتله ښه دى.تېر کال د افغانستان اقتصادي وده ۲ اعشاريه ۲ سلنه وه، خو که دې ته پام وشي چې د افغانستان د نفوسو وده ۳ سلنه ده، د دې معنا دا ده چې په دغه هېواد کې سړي سر عوايد مخ په کمېدو دي. د نړيوال بانک د افغانستان د څانګې رييس شوبهم چودري وويل(( د راتلونکو درېـيو تر څلورو کلونو پورې د يو لړ  اقداماتو په نتيجه کې د افغانستان اقتصادي وده له ۴ تر ۵ سلنې ته لوړېداى شي.)) چودري په کابل کې د نړيوال بانک په دفتر کې د افغانستان د اقتصادي ودې په اړه د راپور وړاندې کولو په مهال وويل: کرنه، کانونه او دغه راز ځوانان او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د پُل په توګه د افغانستان جغرافيايي موقعيت د هېواد تر ټولو سترې شتمنۍ دي. رويټرز خبري اژانس وايي چې د اقتصادي ودې په اړه د نړيوال بانک دا راپور د ولسمشرۍ اشرف غني د حکومت لپاره ښه خبر کېداى شي چې له ګڼو ستونزو سره سره يې بيا هم مخ په وړاندې حرکت کړى دى.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha