صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د نفتو او اوبلنو ګازو د تخنيکي کمېټې غونډه

د نفتو او اوبلنو ګازو د تخنيکي کمېټې غونډه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د نفتو او اوبلنو ګازو د تخنيکي کمېټې غونډه

د نفتي موادو او اوبلنو ګازو د تخنيکي کمېټې غونډه د لړم مياشتې په ۲۹مه نېټه د ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي، په مشرۍ چې د سوداګرۍ او صنايع، کانونو او پتروليم وزارتونو مرستيالانو،

د نورم او استندرد خپلواکې ادارې عمومي رييسانو، د نفتي موادو او اوبلنو ګازو تصدۍ او د چارو ادارې استازو په کې ګډون کړى و، جوړه شوه.په دې غونډه کې د نفتي موادو د ګمرکي تعرفې د تعديل په طرحې، د نفتي موادو د توريد په وخت کې د بې ځايه لګښتونو په کمولو، د A-80 پترول د توريد په تاثيراتو او د اوبلنو ګازو د بياځلي صادرولو د بنديز په څېړنو اود يو شمېر نورو مسايلو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.اړوندو ادارو د يادو مواردو د لا ښه والي په موخه خپل نظريات وړاندې کړل او پريکړه وشوه چې يادې طرحې دې د کابينې غونډې ته وړاندې شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha