صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | په لغمان کې د پرمختيايي پروژو كارونه پيل شول

په لغمان کې د پرمختيايي پروژو كارونه پيل شول

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په لغمان کې د پرمختيايي پروژو كارونه پيل شول

په لغمان کې په روان کال کې د نږدې ۲۱۰ مېليونو افغانيو په لګښت بېلا بېلې ټولګټې پروژې پلي شوې دي او د څه باندې يو نيم ميلياردو افغانيو په لګښت د نورو کار روان دى.

د باختر آژانس د خبر له مخې:دغه څرګندونې د لغمان د والي مرستيال شهزاده مظلوم يار له ولس سره په روان کال کې د امنيت، انکشاف او ښې حکومتولۍ په برخو کې د معلوماتو د شريکولو او د ( سوال او ځواب ) په موخه په جوړه شوې غونډه کې وکړې.ده زياته کړه چې ولايتي اداره ځان مکلف بولي چې د روڼتيا او حساب ورکولو د اصل په پام کې نيولو سره ولسونو ته د خپلو تر سره کړيو، روانو او راتلونکو کړنو او پلانونو په تړاو تر سره کوي، په خپل وخت حساب ورکړي.مظلوم يار د ولايت مقام او د درې ګونو امنيتي ځواکونو په هلو ځلو، قربانيو او سرښندنو د ولايت د امنيتي وضعيت د ښه والي او په ځينو مهمو او ستراتيژيکو ځايونو کې د نويو بېزونو او امنيتي پوستو جوړولو ته په اشارې سره وويل چې د پخوا په پرتله اوس وضعيت ښه شوي دي.مرستيال زياته کړه چې په روان هجري لمريز کال کې تر دې دمه د نږدې ۲۱۰ مېليونوافغانيو په لګښت ۲۶ بېلا بېلې ټولګټې پروژې تر بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته سپارلې شوي او د څه دپاسه يو نيم ميلياردو افغانيو په لګښت په مرکز او ولسواليو کې د ۷۴ بېلابېلو ټولګټو پروژو کارونه دوام لري، چې په زرګونه وزګارو خلکو ته په کې د کار زمينه هم برابره شوې ده.هغه وويل چې په تېر يوه کال کې د ټولنيز خونديتوب په برخه کې هم د څه دپاسه ۶۶۶ مېليونو افغانۍ مرسته شوې ده.مظلوم يار د خپلو خبرو په پاى کې له نظام اوله ملي وسله وال پوځ سره د ولسونو پر ملاتړ سربېره وويل چې کاري ژمنتيا، شفافيت، حساب ورکول او ولس ته خدمت يې لومړيتوب دى او د دغې چارې د تر سراوي لپاره به خپله مبارزه د ولسونو په قوي ملاتړ جاري ساتي.په ورته وخت کې د امنيتي سکتور په استازيتوب د لغمان ولايت امنيه قوماندان پاسوال فضل احمد شېرزاد د لغمان په اوسني امنيتي وضعيت، د غصب او د نېشه يي توکو د کرکېلې په مخنيوي او نورو برخو کې د ولسونو همکاري اړينه وبلله او په دغو برخو کې يې د خپلو تر سره شويو فعاليتونو او لاسته راوړنو په تړاو ولسونو ته معلومات وړاندې کړل.د غونډې په ورستيو شېبو کې د ېربنا،کرنې،پوهنې،روغتيا او نورو برخو کې له ولسونو سره معلومات شريک شول او د هغوى پوښتنو ته ځوابونه وويل شول.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha