صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | غني: د افغانستان د راتلونکې لپاره لوى ګواښ د وارداتو بېلانس دى

غني: د افغانستان د راتلونکې لپاره لوى ګواښ د وارداتو بېلانس دى

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
غني: د افغانستان د راتلونکې لپاره لوى ګواښ د وارداتو بېلانس دى

افغان ولسمشر وايي، د وارداتو بېلانس د افغانستان د راتلونکي لپاره ستر ګواښ دى او زياته يې کړه چې افغانستان هر کال يوازې د دريو ميليارډو ډالرو په ارزښت خوراکي او ساختماني توکي واردوي.

په افغانستان کې د کورنيو توليداتو او صادراتو د رقم لوړولو د هڅو سره سره، ولسمشر غني لاهم د سوداګريز بېلانس تر منځ نه انډول د دغه هېواد لپاره ستر ګواښ بولي. محمد اشرف غني چې د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۷» په څلورم ملي ښاري کنفراس کې خبرې کولې له ملي سوداګرو وغوښتل چې په هېواد کې لا ډېره پانګونه وکړي او ژمنه يې دا وه چې په پروژو کې به لومړيتوب هم دوى ته ورکړل شي. د ښاغلي غني په وينا اوسمهال ان د چرګانو هګۍ هم له بهر را واردېږي. ښاغلي غني زياته کړه:

"د افغانستان د راتلونکې لپاره لوى ګواښ د تجارت بېلانس دى، د دوو ميليارډو ډالرو په اررښت خوراکي او د يو ميليارډ ډالرو په ارزښت ساختماتي او نور توکي واردو چې هېڅ ضرور نه دي چې له خارج نه راوړل شي، د چرګې خرابې شوې هګۍ چې  له عمره يې شپېته ورځې تېرېږي تاسو يې واردوۍ."

لاهم په افغانستان کې د صادراتو او وارداتو د بېلانس تر منځ انډول نه دى موجود.که څه هم د ۱۳۹۶کال د سوداګريز بېلانس ارقام نه دي خپاره شوي، خو د تېر کال هغه بيا ښي چې افغانستان ۸۸ سلنه واردات او ۱۲ سلنه صادرات لري. د افغانستان د صادراتو عمده برخه غالۍ، وچه او تازه مېوه، قېمتي ډبرې او زعفران دي.

خو واردات يې بيا تر ډېره، خوراکي او ساختماني مواد او نور د اړتيا وړ توکي دي. په ورته وخت کې د اقتصادي چارو يو شمېر کارپوهان وايي، حکومت د سوداګريز بېلانس د انډوال برابرولو په برخه کې هېڅ عملي اقدام نه دى کړى. د دغو کارپوهانو له ډلې عبدالقادر جيلاني په دې اړه ازادۍ راډيو ته وويل: "حکومت موقتي کارونه کړي، افغانستان يو مصرفي هېواد دى توليدات يې کم دي چې دا لوى کسر ښي او که په دې برخه کې تدابير ونه نيول شي په راتلونکې کې به يې مخينوى ستونزمن وي." د ښاغلي جيلاني په خبره، د ملي يووالي د حکومت په رامنځته کېدو سره د سوداګريز بېلانس انډول ته هيلې ډېرې وې، خو د وخت په تېرېدو سره نه يوازې دا چې دغه هيلې پوره نه شوې بلکې په ياده برخه کې د پخواني حکومت پاليسۍ هم په سمه توګه عملي نه شوې.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha