صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ريكا غونډې د لاجوردو د لارې تړون لاسليك كړ

د ريكا غونډې د لاجوردو د لارې تړون لاسليك كړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ريكا غونډې د لاجوردو د لارې تړون لاسليك كړ

د (( لاجوردو )) د لارې قرارداد د چهارشنبې په ورځ د ترکمنستان په مرکز عشق‌آباد کې د (( رىکا )) د سىمه‌ىىزو اقتصادي همکارىو د سازمان په اوومه غونډه کې لاسلىک شو.

د افغانستان د بهرنىو چارو وزىر صلاح‌الدىن رباني ووىل:   دغه قرارداد په اساسي پروژو د پانګې لګونې له لارې د ترانسپورت او سوداګرۍ د پراختىا لپاره د ګډو زىارونو په نتىجه کې لاسلىک شو.د لاجوردو د لارې قرارداد د افغانستان، ترکىې، ترکمنستان، أذرباىجان او ګرجستان ترمنځ لاسلىک شو.د لاجوردو لاره په ترکمنستان، أذرباىجان او ګرجستان تېرېږي بىا په تور سمندر ترکىې ته رسېږي.افغانستان چې سمندر ته مستقىمه لاره  نه‌لري د لاجوردو په لاره له ازادو اوبو سره ځان نښلوي.د افغانستان د بهرنىو چارو وزىر د ((رىکا))ىا د سىمه‌ىىزو اقتصادي همکارىو په غونډه کې د نورو اقتصادي لاسته راوړنو ىادونه هم وکړه صلاح‌الدىن رباني ووىل: افغانستان ته د ترکمنستان د ۵۰۰ کېلو ولټه برېښنا د لېږد د ګډې اعلامىې لاسلىک هم ىوه لوىه لاسته راوړنه ده , چې د سىمه‌ىىزو اقتصادي همکارىو دوامداره د پرمختک څرګندوي.د بهرنىو چارو وزىر د افغانستان او هند ترمنځ هوايي د هلېز ته هم اشاره وکړه او وىې‌وىل:  په تېرو ۵ مىاشتو کې د افغاني سوداګرو ۱۱۵۰ ټنه اقلام هند ته صادر شوي دي.د بهرنىو چاور د وزىر صلاح‌الدىن رباني تر څنګ د افغانستان له لوري د ولسمشر دويم مرستىال سرور دانش هم په غونډه کې برخه اخىستې. د سىمه‌ىىزو اقتصادي همکارىو سازمان ىا (( رىکا )) په ۲۰۰۵ م کال تاسىس شوى دى.مخکنۍ غونډې ىې په کابل، استانبول، نوې ډهلي او اسلام‌آباد کې شوي دي.        

  

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha