صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | ملي تدارکاتو کمېسيون د دوه ميليارد افغانيو په ارزښت ۸قراردادونه منظور کړل

ملي تدارکاتو کمېسيون د دوه ميليارد افغانيو په ارزښت ۸قراردادونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تدارکاتو کمېسيون د دوه ميليارد افغانيو په ارزښت ۸قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوريت دجمهوررييس محمد اشرف غني په مشرۍ د تدارکاتو ملي کمېسيون غونډې د يكشنبې په ماښام په ارګ کې د دوه ميليارد افغانيو په ارزښت د اته نويو پروژو قراردادونه منظور کړل.

منظور شوي قراردادونه په لاندې ډول دي:

· د کابل شنې سيمې د ۳۲ امنيتي کمربندونو د چک او کنټرول لپاره د ۱۷ سيټونو امنيتي K9 تدارک؛

· د کابل شنې سيمې د مسلخ سړک د پوستې د تحکيماتو قرارداد؛

· د کابل د شپږمې امنيتي حوزې د تحکيماتو قرارداد؛

· تر بي بي مهرو پورې د قلعه موسى سړک جوړول؛

·د کابل ولايت د مرغګيرانو کلي د ۱۴ کيلو متره اوږد سړک جوړول؛

· له کندهاره تر سپين بولدک پورې د ۴۰ کيلومتره اوږد سړک جوړول

· د فيض آباد ــ بهارک سړک پروژې د څارنې د قرارداد تعديل او همداراز د مربوطه سړک د ساختماني قرارداد د مودې تمديد ؛

· د ملي اردو لپاره ۶ قلمه کنسرو حلال خواړه

ملي تدارکاتو کمېسيون په جغلي فرش د غزني ولايت د رشيدان او ناور سړک د جوړولو په اړه د فوايد عامې وزارت وړانديز رد او ياد وزارت يې مکلف کړ چې په قير فرش د معياري سړک جوړولو امکانات وارزوي او غور پرې وکړي.

په عين وخت کې ياد وزارت ته دنده وسپارل شوه هغه قراردادي شرکتونه چې څو قراردادونه په غاړه لري، وارزوي. پر دې سربېره فوايد عامې وزارت ته لارښونه وشوه چې د فيض آباد ـ بهارک په پروژه کې د مځکې استملاک پورې اړوند موارد  له مځکو ادارې او د پروژې امنيتي موضوعات کورنيو چارو وزارت سره حل کړي.همداراز، په دې غونډه کې د کورنيو چارو وزارت په اعاشوي چوکاټي قرارداد هم بحث وشو او پرېکړه وشوه چې د قراردادونو د تطبيق مديريت د اړوند وزارت مسووليت دى او دغه وزارت بايد د خپلو چوکاټي قراردادونو تطبيق وارزوي، قراردادي شرکتونو ته د پيسو د ورکړې موضوع تعقيب او ملي تدارکاتو کمېسيون ته جامع راپور وړاندې کړي.وروسته ملي تدارکاتو کمېسيون د تفتيشي شرکتونو پر موضوع بحث وکړ او ماليې وزارت يې مکلف کړ چې د دغو شرکتونو د کړنو د ارزونې په برخه کې اقدام وکړي او ملي تدارکاتو کمېسيون ته دې راپور ورکړي.په دې غونډه کې د تدارکاتو ملي کمېسيون رييس او غړو، د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسيون په ګډون ملي او بين المللي څارونکو، د ملي شورا د ملي اقتصاد کمېسيون، له اداري فساد سره د مبارزي پارلماني کاکس، سيګار،  د غوڅ ملاتړ سيستيکا، له فساد سره د مبارزې شبکې او د افغانستان د څار بنسټ څارونکو هم حضور درلود.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha