صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د (( رىکا )) غونډې ته درې نوې پروژې وړاندې كېږي

د (( رىکا )) غونډې ته درې نوې پروژې وړاندې كېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د (( رىکا )) غونډې ته درې نوې پروژې وړاندې كېږي

د افغانستان لپاره د سىمه‎ىىزو اقتصادي همکارىو سازمان (( رىکا )) اوومه غونډه په همدې اوونۍ كې د ترکمنستان په مرکز عشق‌آباد کې جوړېږي.

د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت وايي: د دغه هېواد لپاره د سىمهىىزو اقتصادي همکارىو د سازمان (( رىکا))  په اوومه غونډه کې د شپږمې غونډې پرمختګونه ارزول کېږي او د سىمهىىزو پروژو لپاره په نوىو اقداماتو هم غور کېږي.د دغه وزارت وىاند شکىب مستغني د پنجشنبې په ورځ آزادۍ راډىو ته ووىل: رىکا د افغانستان او سىمې لپاره مهم اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي او راروانې غونډې ته به هم درې نوې او مهمې پروژې وړاندې شي. ښاغلي مستغني زىاته کړه: (( سږ کال درې مهمې پروژې د رىکا د شپږمې غونډې په چوکاټ کې اوومې غونډې ته وړاندې کېږي. لومړى، د سىمهىىزو اقتصادي همکارىو له لارې د افغان ښځو اقتصادي وړتىاوې جوړول، د رىکا د سوداګرۍ او صناىعو خونې جوړول او بل دا چې د رىکا په چوکاټ کې د څېړنو او ارزونې د مرکز جوړول.)) دغه غونډه د روانې مىلادي مىاشتې په ۱۴ او ۱۵مه نېټه د ترکمنستان په مرکز عشق‌آباد کې  جوړېږي چې د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت په خبره د دغه هېواد په استازىتوب به په‌کې د ولسمشر دويم مرستىال او د بهرنىو چارو وزىر هم ګډون وکړي. د افغانستان لپاره د اقتصادي همکارىو ىا رىکا غونډې د تېرو ۱۲ کلونو راهىسې جوړېږي.د رىکا په غنډو کې تر ډېره د انرژۍ په لېږد، د ترانسپورتي او ټرانزېټي ستونزو او سهولتونو، مخابراتو او د سوداګرو ترمنځ د اړىکو پر پىاوړتىا بحث کېږي. د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت وايي: د رىکا په اوومه غونډه کې د ۳۰ هېوادونو د بهرنىو چارو ىا اقتصاد د وزىرانو او د ۲۵ نړىوالو او سىمهىىزو سازمانونو د استازو د ګډون ډاډ ورکړل شوى دى. د افغانستان لپاره د سىمهىىزو اقتصادي همکارىو سازمان (( رىکا )) د غونډو له پىل راهىسې ګڼې پروژې لکه ټاپي، کاسا زر، د برېښنا د لېږد ۵۰۰ کېلو ولټه، د پنځو هېوادونو ترمنځ د رېل ګاډي پټلۍ، چابهار، ىوه لار او ىو کمربند او داسې نورې پروژې چې افغانستان‌ىې برخه ده ىا خو پىل شوي او ىا ىې د عملي کېدو پلان شته.په ورته وخت کې د ولسي جرګې د مواصلاتو د کمېسىون غړې حبىبه سادات وايي: د رىکا په غونډو کې تر ډېره پروژې وړاندې کېږي.نوموړې وايي: (( تر کومه ځاىه‌ىې چې موږ وىنو ىا ىې احساسوو ىو څه کارونه شوي او ىا ىې د کېدو پلان دى، خو په هغه اندازه چې وىل کېږي او ىا ىې ژمنې کېږي او ىا ىې له افغانستان سره مرسته کېږي له بده مرغه څه نه‌دي شوي.)) آغلې سادات وايي: دا پروژې د افغانستان د اقتصادي ودې تر څنګ د دغه هېواد په باور جوړونه کې هم مهم رول لري، خو د تطبىق لپاره‌ىې هم باىد هوډ پىاوړى وي.د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت بىا وايي: په ىادو ټولو پروژو کې د رىکا د غړو هېوادونو رول  او ملاتړ مهم دى او ىو پر بل پسې پلې کېدونکې دي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha