صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | لس زره متريک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل كېږي

لس زره متريک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل كېږي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
لس زره متريک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل كېږي

د کرنې ،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په يوه وخت د هېواد په ۳۴ ولايتونوکې د ۱۰ زره متريک ټنه اصلاح شويو کرنيزو تخمونو د وېش لړۍ پيل کړه.

په پام کې ده چې دغه کرنيز غنم  په ټول هېواد کې ۲۰۰ زره اړو کروندګرو ته ورکړل شي. د دغه غنمو د وېشلو په ترڅ کې به ۴۰۰ زره جرېبه کرنيزه مځکه د کښت تر پوښښ لاندې راشي او مالي لګښت به يې ۶ ميليونو ډالرو ته ورسېږي چې د کرنې ،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا ورکول کېږي. د يادونې وړ ده چې د غنمو هره يوه بوجۍ کروندګرو ته  د ۷۲۶ افغانيو په بدل کې برابره شوې ده. د کرنې ،اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست او نوماند وزير نصير احمد (( دراني )) د دغو اصلاح شويو کرنيزو غنمود وېش په  لړ کې وويل: ((  تمه کېږي چې د راتلونکي کال په بهيرکې په هغو سيموکې چې اصلاح شوي کرنېز تخمونه  کرل شوي دي؛ د  غنمو د  حاصلاتو کچه په سلوکې له ۲۵ څخه تر ۳۰ پورې زياته شي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د روان کال د پروګرام په اساس به ياد اصلاح شوي کرنېز تخمونه د هېواد د ۳۴ ولايتونو په ۳۷۱ ولسواليو کې ووشي او له دغو غنموڅخه به هر ولايت ته  د شته کرنېزې مځکې او کروندګرو ته د ټاکل شوې برخې په  ترڅ کې ورکړل شي. روان کال چې کوم اصلاح شوي غنم ويشل کېږي، د دولت له خوا د  ۶۰ سلنې بلا عوض (سب سايدي) او د  کروندګرو د ۴۰ سلنې برخې په اخيستو سره  برابر شوي دي .)) په کابل کې د وېشل شويو اصلاح شويو کرنيزو غنمو د وېش  اندازه ۲۰۰ متريک ټنه ده او ددې ولايت د ۱۴ ولسواليو په ۴زره کروندګرو به ووېشل شي. هغه کروندګر چې د روان کال په لړ  کې د غنمو  اصلاح شوي کرنيز تخم  تر لاسه کوي، تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به بيا ددې اړتيا  نه لري، چې د دويم ځل لپاره دې غنم ورکړل شي او دوی کولای شي چې هر کال له دغو غنمو څخه د لاسته راغلو حاصلاتو په صورت کې د کښت لپاره يوه اندازه غنم وساتي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha