صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | ملي تدارکاتو كمېسيون د ۳،۷مېليارد افغانيو په ارزښت ۱۱تړونونه منظور کړل

ملي تدارکاتو كمېسيون د ۳،۷مېليارد افغانيو په ارزښت ۱۱تړونونه منظور کړل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تدارکاتو كمېسيون د ۳،۷مېليارد افغانيو په ارزښت ۱۱تړونونه منظور کړل

دافغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډه وړم، ماښام په ارګ کې د يو شمېر کورنيو او بهرنيو څارونکو په ګډون ترسره شوه.د ملي تدارکاتو کمېسيون په دې غونډه کې د بېلابېلو تدارکاتي ادارو پر يو شمېر پروژو له بشپړ بحث وروسته د ۷،۳ ميليارد افغانيو په ارزښت دغه ۱۱ لويې پراختيايي پروژې منظورې شوې:

–  د کابل ښار اړوند د خير خانې  د سړکونو جوړول او قيرول، د قلعه  نجارا له څلور لارې  څخه تر تايمني پورې، له شمالي سراى څخه تر ګولايي حصه اول پورې، له ګولايي حصه اول څخه تر نجارا قلعې پورې او له نجارا قلعې څخه تر خشت هوختيف پورې.

د غزني ولايت اړوند د قره باغ ــ جاغوري لومړۍ برخې د سړک جوړولو قرارداد.

– د کابل ــ لوګر د دوهم لين د سړک د جوړولو د قرارداد ورکړه.

د دايکنډي ولايت له رباط څخه تر مير امور ولسوالۍ پورې د سړک د جوړولو قرارداد.

له شبرغان تر سرپل پورې د سړک د جوړولو قرارداد.

پنجشېر ولايت کې د ۱۰۰ بستريز روغتون جوړولو قرارداد.

د کابل ښار اړوند د پنځو روغتونونو لپاره (وزير محمد اکبر خان، ابن سينا، صحت طفل، د خير خانې او جمهوريت ۱۰۲ بستر) د عاجلو شعبو او جدي مراقبتونو د اړتيا وړ  درملو قرارداد.

– د کابل برېښنا رياست د برېښنا د ۱۲۳ قلمه تجهيزاتو د تدارک قرارداد.

د پروان ولايت اړوند پشته سرخ څخه تر غوربند ولسوالۍ پورې د برېښنا د سب اسټېشن د ۱۲ قلمه تجهيزاتو د تدارک قرارداد.

د کورنيو چارو وزارت اړوند د پنځه قلمه غير البسوي مصرفي توکو د تدارک قرارداد.  – او د ملي دفاع وزارت اړوند د پنځه عراده اور وژونکو موټرو د تدارک قرارداد.

سربېره پردې د ملي تدارکاتو کمېسيون د ملي اردو د يونيفورم د ګنډلو د قرارداد د وخت تمديد او انرژۍ او اوبو وزارت اړوند له عادي څراغونو څخه کم مصرفه ځراغونو ته د تبديلي د پروژې د آفر د ارزونې د اجازې غوښتنليک تائيد کړ، مګر د ۲۰۱سېلاب قول اردو د صحرايي تحکيماتي ۱۶ قلمه موادو د قرارداد د فسخې په اړه د ملي دفاع وزارت اړوند وړانديز يې د تخنيکي ستونزې د له منځه وړلو په غرض بېرته ور وګرځاوه.د ملي تدارکاتو کمېسيون په دې غونډه کې د کمېسيون پر رييس او غړيو سربېره د کورنيو او بهرنيو څارونکو په ګډون د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسيونونو، سيګار، سېستيکا غوڅ ملاتړ او د افغانستان د روڼتيا څار ادارې برخه اخيستې وه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha