صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | په سام غونډه كې افغانستان يوځل بيا د نړيوالې ټولنې اعتبار ترلاسه كړ

په سام غونډه كې افغانستان يوځل بيا د نړيوالې ټولنې اعتبار ترلاسه كړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
په سام غونډه كې افغانستان يوځل بيا د نړيوالې ټولنې اعتبار ترلاسه كړ

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د اقتصاد دعالي شورا غونډه پرون له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.په دې غونډه کې د محب ګروپ شرکت د ساختماني موادو د تولىد سوداګرىز پلان،

د صنعتي پارکونو د مدىرىت د طرحې په اړه د اقتصاد د عالي شورا د مصوبې او د کوټې او پېښور ښارونو د ترانسپورتي عواىدو د لېږد په اړه بحث او خبرې وشوې.لومړى جمهوررييس د سام برىالۍ غونډه د ترسره کېدو په خاطر  مالىې له وزارت او اړوندو ارګانونوڅخه مننه وکړه وې وىل، د سام غونډه د افغانستان لپاره ګټوره وه او موږ برىالي شوو چې د بىن المللي همکارانو اعتماد راخپل کړود مالىې وزىر اکلىل حکىمي د سام غونډې د جوړېدو په اړه د جمهوررييس له ملاتړه مننه وکړه وې وىل چې ىاده غونډه برىالۍ وه

وروسته د محب ګروپ شرکت رييس د خپل شرکت د ساختماني موادو د تولىد سوداګرىز پلان غونډې ته وړاندې کړ، وې وىل: ىاد شرکت به د ګچي، سرامىک، ډبرو، ښيښې، لرګي، دالمونىمو د تختو د تولىد او اړوند توکو  په برخو کې فعالىت وکړي.

ده زىاته کړه، زموږ کمپنۍ په افغانستان کې  پانګونې ته لېواله ده او له حکومت څخه غواړو چې د امنىت، برېښنا او ګمرکي اسانتىاوو په برخه کې له موږ سر ه همکاري وکړي.د محب ګروپ شرکت رييس څرګنده کړه، زموږ کمپنۍ افغانستان ته عصري او نوې ټکنالوژي راوړې چې ښه کاري ظرفىت  لري او د برېښنا لګښت ىې هم لږ دى.د ښارجوړولو وزىر، د فواىدعامې، دکانونو او پترولىم او ترانسپورت سرپرستو وزىرانو، ډاکټر محمدهماىون قىومي، اجمل احمدي، الهام عمر هوتکي، خانجان الکوزي، کمىن زاده، د ولسي جرګې استازو قدرت الله ذکي او عبىدالله رامىن د پانګوالۍ د ارزښت په اړه تفصىلي خبرې وکړې او د محب ګروپ شرکت دپانګونې د لېوالتىا هرکلى ىې وکړ.اجرائىه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله د ىادې طرحې د هرکلي ترڅنګ ووىل: ىوه کمېټه دې د محب ګروپ شرکت وړاندې شوې طرحه وارزوي، تر څو ىاد شرکت حکومت سره مذاکره وکړي.د کانونو او پترولىم وزارت سرپرستې نرګس نهان په خصوصي سکتور کې د پانګونې د هرکلي تر څنګ ووىل: دا پانګونه دې په کابل پورې محدوده نه وي او په بېلابېلو ولاىتونو کې دې  هم وشي.

په مالي او بانکدارۍ چارو کې د جمهوررييس ستر سلاکار اجمل احمدي څرګنده کړه، موږ ىوې پالىسۍ ته اړتىا لرو چې پر مټ ىې له سوداګرو او پانګوالو سره مرسته وکړو.په زىربنايي چارو کې د جمهوررييس ستر سلاکار ډاکټر محمدهماىون قىومي ووىل: زموږ په هېواد کې د ساختماني توکو بىه لوړه  او کىفىت ىې ټىټ  دى. ده زىاته کړه: د محب ګروپ شرکت پىشنهادي بستې دارزولو لپاره دې ىوه کمېټه دې جوړه  شي، چې په دې اړه تصمىم ونىول شي.

جمهوررييس غني په دې اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې د محب ګروپ شرکت د پانګونې له لېوالتىا ىې مننه وکړه او د ىادې کمېټې پر جوړېدو د ټىنګار تر څنګ ىې ووىل،: د پانګونې اړوندو موضوعاتو د ارزونې لپاره دې ىوه بله کمېټه هم جوړه شي، ترڅو وکولاى شو پانګوالو ته لا زىاتې اسانتىاوې برابرې کړو.

جمهوررييس ووىل: حکومت د پانګوالو د ستونزو د حل اراده لري او د هغوى د پانګونې هرکلى او ملاتړ کوي.

د اقتصاد عالي شوار غونډې د محب ګروپ شرکت له لورې وړاندې شوې طرحه په پرنسىپ کې تائىد کړه.

وروسته د سوداګرۍ او صناىعو وزىر هماىون رسا د صنعتي پارکونو د مدىرىت دطرحې په اړه د اقتصاد عالي شورا مصوبه  غونډې ته وړاندې کړه.ده د صنعتي پارکونو چارو کې د اقتصاد دعالي شورا د رول او داقتصاد دعالي شورا د صنعتي پارکونو د انکشاف کمېټې رامنځته کېدو د اهدافو په اړه خبرې وکړې او د ىادې کمېټې د جوړښت، دندو، صلاحىتونو، د جوړېدو د شراىطو او دغه راز د ځمکې د وېش دڅرنګوالي، د ځمکې ترلاسه کوونکو ته د ملکىت سند د ورکړې او د صنعتي پارکونو د حفظ او مراقبت په اړه معلومات ورکړل.د سوداګرۍ او صناىعو وزىر د کابل او هرات د صنعتي پارکونو د ارزونې دپاىلو، د شته ځمکې د اندازې، د نوىو صنعتي پارکونو د جوړېدو په خاطر  د اړتىا وړ ځمکې د اندازې او په راتلونکو پنځو کلونو کې د ولاىتونو په تفکىک سره د صنعتي پارکونو د جوړېدو په اړه تفصىلي معلومات غونډې ته وړاندې کړل.

اجرائىه رييس داکټر عبدالله عبدالله  د صنعتي پارکونو د مدىرىت طرحه جامع او هراړخىزه وبلله.په زىربنايي چارو کې د جمهوررييس ستر سلاکار ډاکټر محمدهماىون قىومي هم ووىل چې ىاده کمېټه د سوداګرۍ او صناىعو وزارت او د اقتصاد عالي شور ترمنځ ارتباطي پل دى.

د افغانستان د برېښنا شرکت رييس انجىنر امان الله غالب ووىل: د افغانستان برېښنا شرکت له صنعتي پارکونو سره همکارۍ ته چمتو دى او صنعتي پارکونه باىدمعىاري جوړ شي چې د برېښنا د وېش په برخه کې له ستونزو سره مخ نشو.

د کانونو او پترولىم وزارت  سرپرستې نرګس نهان ىاده طرحه موثره وبلله وې وىل: موږ باىد په دې برخه کې د وظىفوي تداخل مخنىوى وکړو.د ښارجوړولو وزىر سىدسعادت منصور نادري ووىل: په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د وېش لپاره باىدزماني نېټه په پام کې ونىول شي او د هغې مطابق پانګونه وشي.

جمهوررييس غني د ىادې طرحې د وړاندې کولو له امله د مننې ترڅنګ ووىل: د سوداګرۍ وزارت دې د صنعتي پارکونو اقتصادي تحلىل له ځانه سره ولري.ده د صنعتي پارکونوپر کىفىت د ټىنګار ترڅنګ ووىل: د صنعتي پارکونو  بىې دې راکمې شي او په دې پارکونو کې دې زېربناوو ته پاملرنه وشي.

جمهوررييس دغه راز ووىل: د سوداګرۍ وزارت دې د سوداګرۍ ترڅنګ، صناىعو ته هم پاملرنه وکړي، ځکه زموږ اصلي موخه د هېواد د صناىعو پىاوړي کول دي.وروسته د ترانسپورټ وزارت سرپرست محمدحمىد طهماسي له کوىټې او پېښور ښارونو څخه د ترانسپورتي عواىدو د پىسو د لېږد موضوع غونډې ته وړاندې کړه.

غونډې له هراړخىز بحث وروسته پرېکړه وکړه، چې ىو پلاوى دې وټاکل شي او له ارزولو وروسته دې د عواىدو د انتقال په اړه لازم تصمىمونه ونىسي.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha