صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ملي تدارکاتو کمېسىون د شپږو پراختيايي پروژو تړونونه ومنل

د ملي تدارکاتو کمېسىون د شپږو پراختيايي پروژو تړونونه ومنل

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ملي تدارکاتو کمېسىون د شپږو پراختيايي پروژو تړونونه ومنل

د افغانستان د اسلامي جمهورىت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسىون غونډه د تلې په ۱۱مه په ارګ کې جوړه شوه او د شاوخوا ۳۰۰ ميلىون افغانىو په ارزښت ىې د سترو انکشافي پروژو اړوند شپږ قراردادونه منظور کړل.

- د کابل-پروان عمومي لوىې لارې څخه د ښوونکو تر ښارګوټي پورې د ۳ کىلومتره سړک د جوړولو قراداد ورکړه؛  

- دپکتىا ولاىت په لېرو پرتو سىمو کې د مور او ماشوم د روغتىايي خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد ورکړه؛

د عامې روغتىاوزارت د صحي تاسىساتو د اړتىا وړ  تنظىفاتو ۴۷ قلمه موادو قرارداد ورکړه؛

·  د (( برهکي، قلعه زمان خان اوبګراميو نساجي سړک )) پروژو لپاره د ماشىنري وساىطو د کراىه کولو قرارداد ورکړه؛

د غىر البسوي مصرفي عىنىاتو د درې قلمه قرارداد ورکړه؛

- د دوه قلمه مخابراتي وساىلو د قرارد ورکړه؛

په دې غونډه کې د ىادو شوىو پىشنهادي قرادادونو پر تاىيد سربېره، د کورنىو چارو وزارت اړوند قرادادونو د ځىنو تعدىلاتو په اړه هم لازم تصمىمونه ونىول شول.په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو ادارې پر مسوولىنو سربېره د ملي شورا د مالي او بودجې کمېسىون،ملي او بىن المللي څارونکو، د ولسي جرګې د اقتصادي کمېسىون، له فساد سره د مبارزې پارلماني ګروپ (کاکس)، سىګار، د غوڅ ملاتړ سىستىکا، د افغانستان د شفافىت د څار بنسټ اود اداري فساد پر ضد د مبارزې شبکې ځىنې څاروونکو هم برخه لرله.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha