صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د مالىې وزىر د (( سام )) د غونډې پاىلې په رسنىز کنفرانس کې اعلان کړې

د مالىې وزىر د (( سام )) د غونډې پاىلې په رسنىز کنفرانس کې اعلان کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د مالىې وزىر د (( سام )) د غونډې پاىلې په رسنىز کنفرانس کې اعلان کړې

مالىې وزىر ښاغلي اکلىل حکىمي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ښاغلي تداماچي ىاماموتو، د تلې په ۱۴ مه نېټه د لوړپوړي پلاوې پاىلې په ىو مطبوعاتي کنفرانس کې څرګندې کړې. مالىې وزىر افغان ولس ته د دغې غونډې د مثبتو پاىلو په اړه مبارکي ووىله او زىاته ىې کړه: په بروکسل کنفرانس کې د افغان حکومت او نړيوالې ټولنې دوه اړخىزې ژمنې، په غور سره وڅېړل شوې چې موږ دغه ازموىنه په

برىالىتوب سره تر سره کړه.نوموړي ووىل: په ىاده غونډه کې مو د بروکسل له کنفرانس څخه وروسته د افغانستان د ىوه کال کړنو او اجراآتو مفصل راپور ملاتړکوونکو او نړىوالو شرىکانو ته وړاندې کړ او په پاىله کې مو وکولى شول چې په ډېرو برخو کې د نړىوالو مرسته کوونکو قناعت تر لاسه کړو.په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ښاغلي تداماچي ىاماماتو انکشاف او اصلاحاتو ته د افغانستان ددولت قوي ژمنتىا ته په اشارې ووىل: (( موږ د افغان حكومت په پرمختګ پوره ډاډمن ىوو، سره له دې چې د افغان حكومت پر وړاندې ستونزې او خنډونه شته، خو په ډاډ سره وىلى شم چې په راتلونکي کال کې به ګڼ پرمختګونه ولري.))نوموړي زىاته کړه: زه د ملګرو ملتونو په استازولۍ ىو ځل بىا د سولې او پراختىا په ملي چوکاټ کې د افغانستان له پراختىاىي موخو سره سم زموږ په ژمنو ټىنګار کوم.د غونډې په پاى کې د مالىې وزىر ښاغلي اکلىل حکىمي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د خبرىالانو پوښتنوته ځوابونه ووىل.دا غونډه چې د دوو ورځو لپاره جوړه شوې وه په لومړۍ ورځ د ښځو د پىاوړتىا، د افغانستان اقتصادي وضعىت، د خصوصي سکټور پىاوړتىا، د لومړىتوبونو پلي کولو او تر ۲۰۲۰ مکال پورې په مخکې پرتو خنډونو او همدا شان د دوىمې ورځې په غونډه کې په حکومتولۍ، په دولتي بنسټونو کې د اصلاحاتو او له فساد سره په مبارزې، د بنسټونو په پراختىا او لاسته راوړنو په تړاو افغان حکومت او نړىوالې ټولنې هر اړخىز بحث او خبرې وکړې.د ىادونې وړ ده، چې د لوړ پوړي پلاوي (SOM) غونډه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په شتون، د مالىې وزىر او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، په ګډه مشرۍ چې د کابىنې غړو  له ۴۰ څخه د ډېرو هېوادونو، نړىوالو ملاتړ کوونکو بنسټونو، د ملګرو ملتونو غىر دولتي بنسټونو، د دولتي خپلواکو بنسټونو، د مدني ټولنو او د افغانستان خصوصي سکټور استازو او د ملي شورا غړو ګډون کړى وو.

 

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha