صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د ماليې وزير د افغانستان لپاره د آسيا پراختيايي بانک له رييس سره پر يوشمېر مسائلو بحث وكړ

د ماليې وزير د افغانستان لپاره د آسيا پراختيايي بانک له رييس سره پر يوشمېر مسائلو بحث وكړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د ماليې وزير د افغانستان لپاره د آسيا پراختيايي بانک له رييس سره پر يوشمېر مسائلو بحث وكړ

د ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي، د افغانستان لپاره د آسيا پراختيايي بانک له رييس ښاغلي سامويل تاميوا، سره وکتل.په دې ليدنه کې دواړو لوريو د پنځو هېوادونو (افغانستان، ايران، تاجکستان، قرغزستان او چين) تر منځ د رېل پټلۍ په نښلېدو،

 د ملي بوديجې له لارې د لومړيتوب په اساس د پروژو او پروګرامونو په ملاتړ، په هېواد کې د سراسري رېل پټلۍ په جوړېدو، د لوړ پوړي پلاوي (SOM) غونډې ته په چمتووالي، سيمه اييزه همکارۍ، د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) پروګرام   په وړتيا جوړولو او پياوړتيا، پانګونې ته په هڅولو، د دې بانک مرکزي څانګو ته د افغانانو په ګمارلو او د اسيا بنسټيزې پانګونې بانک (AIIB) سره په همغږۍ د پروژو په مالي ملاتړ بحث او د نظر تبادله وکړه. ديوبل خبر له مخې :  ماليې وزير ښاغلي اکليل حکيمي، تېره ورځ د تخار له والي ښاغلي ډاکټر فضل الله مجددي، سره د ټولګټو پروژو په  اړه خبرې وکړې.دواړو لوريو د تخار په وضعيت، د خلکو لومړيتوب په نظر کې نيولو سره د ټولګټو پروژو په پلي کولو، د ماوراء کوکچې سړک جوړولود کار په دوام، د ښار دننه سړکونو په بيا رغولو او نورو اړوندو مسايلو بحث او د نظر تبادله وکړه.پرېکړه وشوه، چې د دې ولايت د خلکو اړتيا او لومړيتوبونو په اساس، يوه معلوماتي بسته دې جوړه او د اړوندو ادارو له همغږۍ سره سم دې امکاناتو ته په کتو د راتلونکي کال په بوديجه کې شامله شي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha