صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د افغان ښځو لپاره د سوداګرۍ او صنايعو خونه پرانيستل شوه

د افغان ښځو لپاره د سوداګرۍ او صنايعو خونه پرانيستل شوه

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د افغان ښځو لپاره د سوداګرۍ او صنايعو خونه پرانيستل شوه

په اقتصادي برخه کې د ښځو د ونډې د ډېرېدو لپاره د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونه پرانيستل شوه.د هېواد لومړۍ مېرمن وايي: ښځو ته د پراخې پاملرنې له لارې غواړي،

 د افغانستان په اړه د نړيوالو هغه ذهنيت بدل کړي چې افغانستان د ښځو لپاره بد ځای دی.بي بي ګل غني چې د دوشنبې په ورځ يې د ښځو لپاره د سوداګرۍ او صنايعو د ځانګړې خونې پرانيسته کوله، وويل چې افغان ښځې ښې وړتياوې لري او د دا شان بنسټونو او چوکاټونو له لارې يې بايد فعاليتونه منسجم شي.

بې بي ګل غني زياته کړه:(( نن د افغان متشبثينو ښځو لپاره تاريخي ورځ ده چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې په چوکاټ کې، د خپلواکې خونې په رامنځته کېدو بريالۍ شوي دي، هيله لرم چې دا خونه به د افغان سوداګرو ښځو په تنظيم، د دوی محصولاتو ته د بازار موندنې او لا لېواله کولو په برخه کې د پام وړ رول ولوبوي.))ولسمشر محمد اشرف غني د سوداګرۍ خونې د پرانيستې دغې غونډې ته په وېډيويي پيغام کې، د دغې خونې پرانيسته مهم ګام ياد کړ او ويې ويل چې د سوداګرۍ په برخه کې د ښځو فعاليت ښيي چې افغانانو د ژوند د ښه کېدو ټينګه اراده کړې ده.د  ښځو د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشره منيژه واقف وايي: افغان ښځې دا وخت په بېلابېلو برخو کې کار کوي، خو داسې چوکاټ چې دوى تر يوه چتر لاندې سره راټولې کړي، د لومړي ځل لپاره رامنځته شوی دی.د آغلې واقف په خبره، دا وخت په افغانستان کې د ۸۵۰ پانګوالې او سوداګرې ښځې شته چې۴۵ زره بېلابېلې بوختياوې يې رامنځته کړې دي. اغلې واقف زياته کړه: (( حکومت د ښځو د اقتصادي وړتياوو لوړولو او رامنځته کولو لپاره تېر کال سمپوزيم رابللی و چې د ډېرو مېرمنو د يوې سوداګريزې خپلواکې خونې په رامنځته کېدو يې ټينګار کاوه.))سوداګرې ښځې که څه هم د دغې خونې په رامنځته کولو خوښي ښيي، خو ټينګار کوي چې لا هم د دوى د فعاليتونو په وړاندې ګڼې ستونزې موجودې دي.د ښځو د چارو وزيره دلبر نظري د افغان مېرمنو پر وړاندې ستونزې تائيدوي، خو وايي، افغان حکومت نه يوازې د سوداګرۍ په برخه کې، بلکې په نورو برخو کې هم د ښځو د ونډې په پراختيا او په دې برخې کار کولو ته ژمن دی.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha