صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د اقتصاد عالي شورا د دولتي بانكونو پر مډرن كولو ټينګار وكړ

د اقتصاد عالي شورا د دولتي بانكونو پر مډرن كولو ټينګار وكړ

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د اقتصاد عالي شورا د دولتي بانكونو پر مډرن كولو ټينګار وكړ

د اقتصاد عالي شورا غونډه د دوشنبې په ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د دولتي بانکونو د مډرن کولو پر طرحه، د خصوصي سکتور د پراختيا اجرائيوي کمېټې، د افغان ټيلي کام او چينايي ټيلي کام مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ پر تفاهم ليک، له چين څخه افغانستان ته د نوري فايبر پر تفاهم ليک او د واخان بندر له لارې، په افغانستان کې د نوري فايبرترانسميشن د سيمه ييز او ښاري شبکو د نصب او فعاليت  لپاره د جواز صادرولو د پاليسۍ پر طرحې او د پرانيستي لاسرسي پر نوې شوې طرحې بحث او خبرې وشوې. په پيل کې د ماليې وزارت معيـين خالد پاينده، د دولتي بانکونو د مډرن کولو ستراتيژيک پلان غونډې ته وړاندې کړ او وې ويل: په دغه پلان کې د مالي سکتور اوسنى وضعيت، عمومي انتخابونه، د دولتي بانکونو د اوسني وضعيت مډرن کولو او د عملي حل لارو ارزونه شامل دي. ده همداراز د دغه پلان د عمومي ګټو او ننګونو په اړه معلومات ورکړل. د اقتصاد وزارت سرپرست مصطفى مستور وويل: په دولتي بانکونو کې د ظرفيت له کمښت سره مخ يوو چې دا د ستونزو لامل شوى. هغه زياته کړه: موږ بايد دولتي بانکونه تخصصي کړو او مشابه کارونه يو بانک ته وسپارو. د ښار جوړولو چارو وزير سيد سعادت منصور نادري، د دولتي بانکدارۍ پر ارزښت ټينګار وکړ اووې ويل: د ښې بانکدارۍ اساس، د خلکو اعتماد او د مډرن خدمتونو وړاندې کول دي. د ولسي جرګې وکيل عبيدالله رامين، پر خصوصي بانکونو د دولتي بانکونو په ارزښت ټينګار وکړ. همداراز د مرکزي احصايې رييس احمد جاويد رسولي، په بانکونو کې د واحد الکترونيکي سيستم پر جوړولو ټينګار وکړ. د ولسي جرګې وکيل قدرت الله ذکي وويل: په دولتي بانکونو کې ستونزې شته او د افغانستان بانک دقيقه څارنه نه ده کړې. جمهوررييس غني په دې اړه وويل: د بانکدارۍ فرهنګ يو عظيم فرهنګ دى. هغه د ښاغلي زابلي د کارونو يادونه وکړه او وې ويل: زابلي په څلورو کلونو کې ملي بانک په بين المللي بانک بدل کړ او ملي بانک په افغانستان کې د صنعت او سوداګرۍ بنسټ کېښود. جمهوررييس ددې ترڅنګ چې په افغانستان کې يې د بانکي کارونو لپاره د مرحوم عبدالمجيد زابلي له تجربو څخه استفاده مهمه وبلله، د بانکونو د پياوړې او بنيادي څارنې او معياري کولو لپاره يې پر بنيادي طرحې ټينګار و کړ. د هېواد جمهوررييس څرګنده کړه: بانکونه بايد روښانه ستراتيژي او موخه ولري او پر بانکونو اقتصادي پانګونې ته اړتيا ده. هغه ټينګار و کړ، چې بانکداري بايد مسلکي وي او د دولتي بانکونو مسلکي ظرفيت بايد وارزول شي. جمهوررييس غني وويل: تر دې د مخه د بانکونو د فعاليت جواز په غير معياري توګه ورکړل شوى. هغه د ماليې وزارت او مرکزي بانک مسولينو ته دستور ورکړ چې د بانکدارۍ د احيا لپاره په يوه جامع طرحه کار وکړي. همداراز جمهوررييس وويل: په نوې بانکدارۍ کې مديريتي موضوع، معيارونه او له ټکنالوژۍ څخه استفاده مهم دي. وروسته د سوداګرۍ وزير همايون رسا د خصوصي سکتور اجرايي انکشاف کمېټې او د دې کمېټې د کاري ډلو په اړه چې مالي او بانکدارۍ، کرنه، سوداګرۍ، کوچني او منځني تشبثات، زېربنا، مځکه، انرژۍ او حقوقي برخې په کې شاملې دي، معلومات ورکړل. جمهوررييس غني د احصائيې په ارزښت ټينګار وکړ وې ويل: عنعنوي احصايې زموږ د عصر د مديريت ځواب ويونکي نه دي او بنسټيزو کارونو ته اړتيا ده، چې وتوانېږو د يوې معياري ټولنې په توګه ټولو برخو ته لاسرسى ولرو. هغه زياته کړه: هغه اقدامات چې د برېښنايي تذکرې او احصائيې په برخه کې شوي، د دې ستونزې په حلولو کې به مرسته وکړي. جمهوررييس وويل: موږ بايد د ستونزو د تشخيص لپاره اراده ولرو او لومړيتوبونه بشپړ کړو. اجرائيه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله وويل: د استخدام په ځانګړي ډول د سي بي آر په برخه کې دې چټکتيا رامنځته شي، چې تازه دمه انساني ځواک چې د شاخصونو په تطبيق کې مرسته کوي، استخدام شي. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون رييس احمدنادر نادري وويل: د استخدام پر اولويت بندۍ کار دوام لري او د استخدام پروسې ته سرعت (چټکتيا) ورکول کېږي. دغه راز د جمهوررييس سترسلاکار ډاکټر محمد همايون قيومي، د ولسي جرګې غړي عبيدالله رامين او خانجان الکوزي د خصوصي سکتور اجرايي انکشاف کمېټې په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او د هغې پر اولويت بندۍ يې ټينګار وکړ. ورپسې د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت سرپرست شهزاد اريوبي د افغان ټيليکام او چينا ټيليکام مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم ليک او د واخان دهليز له لارې له چين څخه افغانستان ته د نوري فايبر د تفاهم ليک په اړه معلومات ورکړل. اريوبي د افغان ټيليکام او چينايي ټيليکام مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همکارۍ تفاهم ليک په اړه معلومات ورکړل وې ويل: دا تفاهم ليک د مخه د افغانستان او چين ولسي جمهوريت لاسليک کړى دى. جمهوررييس غني د نوري فايبر شبکې په اړه وويل: د نوري فايبر شبکه له منځنۍ او جنوبي اسيا سره د چين د نښلولو مهم او لومړنى ګام دى. هغه د افغانستان حکومت او خلکو په استازيتوب د چين حکومت او خلکو څخه مننه وکړه. د اقتصاد عالي شورا د دې ترڅنګ چې ياد تفاهم ليک يې تائيد کړ د هغه د مالي سرچينو د تامين په لټولو يې هم ټينګار وکړ. د غونډې په پاى کې د اترا ادارې رييس نجيب عزيزي په افغانستان کې د نوري فايبر ترانسميشن د سيمهييز او ښاري شبکو د نصب او فعاليت لپاره د جواز صادرولو د پاليسۍ پر طرحې او د پرانيستي لاسرسي پاليسۍ د تجديد شوې طرحې د راپور په اړه غونډې ته معلومات ورکړل. جمهوررييس غني وويل: په دې اړه او همدارنګه د اترا ادارې د وضعيت او ستونزو د ارزونې په اړه، ځانګړې غونډې ته اړتيا ده. د اقتصاد عالي شورا له هراړخيزو بحثونو وروسته ياده پاليسي تائيد کړه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha