صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | ماليه ورکوونکو ته د غوره خدمتونو د اړيکو مرکز پرانيستل شو

ماليه ورکوونکو ته د غوره خدمتونو د اړيکو مرکز پرانيستل شو

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ماليه ورکوونکو ته د غوره خدمتونو د اړيکو مرکز پرانيستل شو

د ماليې وزارت د عوايدو دلوي رياست له خوا پرون ماليه ورکوونکو ته د غوره خدمتونو د وړاندي کولو په موخه د اړيکو مرکزد عوايدو او ګمرکونو مرستيال ښاغلي ډاکټر نجيب الله وردګ، دخصوصي سکټور استازو، بهرنيو مرسته کوونکو،

 د عوايدو رياست يو شمېر کارکوونکو او رسنيو په وړاندې په يوه خبرې غونډه کې پرانيستل شو. دغه مركز چې ماليه ورکوونکو ته به غوره خدمتونه وړاندې کوي، د هغوى ستونزې، شکايتونه او وړانديزونه به هره ورځ د سهار له ۸ بجو د مازديګر تر ۵ پنځو بجو اورېدل کېږي او په ۴۸ ساعتونو كې به له لوړو مقامونو سره شريکېږي. دغه مرکز په عصري او نوې ټکنالوژۍ د امريکا د محتدو ايالتونو پراختيايي نړيوالې ادارې (USAID) په مالي مرسته جوړ شوى او مسلکي کسان په دندو کې ګمارل شوي دي. د عوايدو او ګمرکونو مرستيال ښاغلي ډاکټر نجيب الله وردګ، په پرانيستې وينا کې وويل، چې موږ اصلاحاتو ته ژمن يو او ادارې به په عصري ټکنالوژۍ سمبالوو، چې د دې مرکز په را منځته کېدو بل ګام پورته شو، د دې مرکز له پرانيستلو   سره مو له ماليه ورکوونکو او سوداګرو سره اړيکې د يوې کړکۍ په بڼه پرانيستل شوې.  د امريکا محتدو ايالتونو پراختيايي  نړيوالې ادارې (USAID) استازي ښاغلي پاول سيسک وويل: چې ماليه ورکوونکو ته عامه پوهاوى ډېر اړين دى او دا مرکز يې ښه لاسته راوړنه ده، چې يو اصلاحي اړخ لري.

د سوداګرۍ او صنايع خونې سرپرست ښاغلي خان جان الکوزي، وويل: د حکومت په کچه ماليې وزارت ښه ځلېدلى، دا مرکز د سوداګرو او خصوصي سکټور لپاره ښه زيرى دى. نوموړي زياته کړه څومره چې تخنيکي برخه پياوړې کېږي، د فساد کچه را ټيټېږي او موږ له ماليې وزارت سره په دې برخه کې تل همکار يوو. د يادونې وړ ده چې، ماليه ورکوونکي کولى شي، له لاندې شمېرو له لارې خپل وړانديزونه، شکايتونه او غوښتنې ثبت ړي.۰۷۵۵۸۴۰۱۱۱- ۰۷۵۵۸۴۰۱۱۲-۰۷۵۵۸۴۰۱۱۳- ۰۷۵۵۸۴۰۱۱۴

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha