صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | ملي تدارکاتو کمېسيون ۲۰پروژې منظور کړې

ملي تدارکاتو کمېسيون ۲۰پروژې منظور کړې

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
ملي تدارکاتو کمېسيون ۲۰پروژې منظور کړې

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسيون غونډې په ۳۰ لويو عمراني پروژو، اجناسو او خدماتو بحث وکړ چې له هغې جملې د ۳،۲ مليارد افغانيو په ارزښت ۲۰ پروژې منظور شوې.په دې غونډه کې چې د يكشنبې په ماښام د ملي تدارکاتو کمېسيون غړو، تدارکاتي ادارو استازو او ملي او بين المللي څارونکو حضور درلود، له هر اړخيزو بحثونو وروسته د فوايدعامې، کليو پراختيا، لوړو زده‎کړو، کار ، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو، ملي دفاع، کورنيو چارو، ښار جوړولو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو او د افغانستان برېښنا شرکت ۲۰ وړانديز شوې پروژې د ۲،۳ مېليارد افغانيو په ارزښت منظور شوې.

د پکتيکا ولايت زرغون ښار څخه تر وازې خوا پورې د سړک د لومړۍ برخې جوړولو قرارداد.

د کابل-چاريکار عمومي سړک د بيارغاونې قرارداد.د پروان ولايت له دوراهي څخه تر مل کوله او بيغمک پورې د دره سرخ د لومړۍ برخې سړک د ۱۲ کيلومتره جوړولو قراداد.د تخار ولايت د ورسج ولسوالۍ له ورسج نه تر خوست فرنګ ولسوالۍ سړک د درېـيمې برخې د بيارغاونې پروژې قرارداد.د فارياب ولايت د پښتون کوټ ولسوالۍ سړک له ميمنې نه تر ناموسي سيمې غارتپه، عطا خان خواجه او دولت آباد پورې د لومړۍ او دويمې برخې د جوړولو او بيارغاونې قراردادد خوست، ننګرهار، پکتيا، غزني، پکتيکا، بغلان، سمنګان، کندز، هلمند او کندهار ولايتونو د ولسي تړون ملي پلان کې د ورزياتو شويو منابعو د لګښت قرادادونه.د افغانستان برېښناشرکت د اړتيا وړ  د خاک جبار ولسوالۍ ۸۶ قلمه برقي تجهيزاتو د تدارک قراداد.د کندهار برېښناشرکت د اړتيا وړ جنراتورونو د ۶۸ قلمه پرزو د تدارک قراداد.د بلخ ولايت حيرتانو د استوګنې ښارګوټي او غاليو اوبدونکو پروژې د اوبورسولو او کاناليزاسيون شبکې قراداد.د پکتياپوهنتون د معلوماتي ټيکنالوژۍ د مرکز جوړولو او سولر سيستم برابرولو د ورکړې قراداد.د ملي دفاع وزارت د مخابرې رياست د اړتيا وړ ۲۴ قلمه رنګونو (رنګباب) تدارک د ورکړې قرارداد.د مس عينک لرغونې سيمې د خونديتوب او مستنداتو لپاره د تخنيکي همکارۍ په موخه د يونسکو سازمان سره له واحدې منبع څخه د قرارداد ورکړه.د کورنيو چارو وزارت د اړتيا وړ ۶۰ قلمه قرطاسيې د تدارک د ورکړې قراداد.د کورنيو چارو وزارت د محبسونو او توقيف خانو د عمومي رياست د اړتيا وړ دوه قلمه ډيزل او پترول تېلو د برابرولو او تدارک د ورکړې قراداد.د افغانستان د فوايدعامې وزارت د اوسپنې پټلۍ ادارې اړوند د اقينې بندر اوسپنې پټلۍ د تاسيساتو د جوړولو قراداد تعديل.پردې سربېره ملي تدارکاتو کمېسيون د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ له تنګي چشمې نه تر پل تاجک پورې د ۲۸,۶ کيلومتره سړک جوړېدو او ډيزاين پروژې د مودې تمديد او د نورستان ولايت د مرکز پارون د اوبو برېښنا دستګاه جوړولو پروژې د مودې غځول هم تائيد کړل.غونډې د فوايدعامې وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت مکلف کړل چې د دې پروژو د بشپړېدو بهير جدي وڅاري، د اوسنيو او راتلونکو پروژو د بشپړېدو په خاطر دې په ټاکلي وخت او لازم کيفيت، جدي مديريت او نظارت وکړي.له بل لوري د علي اباد روغتون د سرطان د درملنې مرکزي ودانۍ د جوړېدو او د اريانا اداري ودانۍ قرادادونه د لازياتي ارزونې په موخه بېرته وروګرځول شول.کمېسيون، د ملي دفاع وزارت د ۲۰۹ شاهين قول اردو د  ۳۵ قلمه صحرايي تحکيماتو قراداد د فسخې درخواست تائيد کړ او دغه راز يې د کمېسيون د ځينو مخکېنيو پرېکړو د تحقق  په اړه په ځينوراپورونو بحث او لازم تصميمونه ونيول.ملي تدارکاتو کمېسيون په تدارکاتي چارو کې د روڼوالي د پياوړتيا ، ځواب ورکونې او مسووليت منلو په فرهنګ ټينګار وکړ او لارښوونه يې وکړه چې تدارکاتي ادارې دې په لږو پرمختيايي ولايتونو کې د پروژو تطبيق ته جدي پاملرنه وکړي.په دې غونډه کې د کمېسيون پر غړو سربېره، د سيګار، غوڅ ملاتړ سيستيکا، فساد سره د مبارزې شبکې، د افغانستان د روڼتيا څار ادارې او د ملي شورا مالي او اقتصادي کمېسيونونو څارونکو هم برخه اخيستې وه.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha