صفحه اصلی | hiwad | اقتصاد | د هوايي سوداګريز دهلېز د ازمايښتي پړاو د ستونزوحل ته دې اساسي لاره ولټوله شي

د هوايي سوداګريز دهلېز د ازمايښتي پړاو د ستونزوحل ته دې اساسي لاره ولټوله شي

اندازه حروف Decrease font Enlarge font
د هوايي سوداګريز دهلېز د ازمايښتي پړاو د ستونزوحل ته دې اساسي لاره ولټوله شي

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهوررييس محمداشرف غني په مشرۍ پرون غرمه د هوايي کوريډور د ازمايښتي پړاوپه اړه د بحث غونډه په ارګ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې چې د جمهور رييس سلاکار اجمل احمدي، د سوداګرۍ وزارت معيينې کامله صديقي، د سوداګرۍ د خونو مرستيال خانجان الکوزي، د ګمرکونو معيين نجيب وردګ، کپتان داود عمر، د صنعتکارانو د سراسري اتحاديې مرستيال عبدالرحيم فيضان، د ګمرکونو عمومي رييس رشاد پوپل، د سوداګرۍ خونې د صادراتو د پراختيارييس ميرزمان  پوپل او د ماليې وزارت د بودجې رييس ضياالرحمن حليمي په کې ګډون درلود، په پيل کې د خصوصي سکتور استازو د هوايي کوريډور د ازمايښتي پړاو په اړه جمهور رييس ته خپل راپور وړاندې کړ.د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال خانجان الکوزي په لويه کې د هوايي دهلېز ازمايښتي پړاو بريالي وباله او وې ويل: د هوايي کوريډور کارونه په ښه توګه مخته ځي، خو ځينې مهال د الوتنو د مهالوېش بدلون او ځنډ په صادرېدونکو مېوو ناوړه اغېز کوي.جمهور رييس غني د دوی د راپور او معلوماتو له اورېدو وروسته مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د الوتنو د تنظيم په موخه دې د خصوصي سکتور اوکام اير مسوولينو سره په همغږۍ د الوتنو مهالوېش جوړ کړي او همدارنګه دې خصوصي سکتور د هرې الوتنې لپاره له ۸۰-۱۰۰ ټنه پورې مېوه د صادرولو لپاره برابره کړي.د هېواد جمهور رييس  د ماليې وزارت او ګمرکاتو مسوولينو ته دستور ورکړ چې د هوايي کوريډور د چارو د لا ښه تنظيم په موخه دې د لازمې بودجې او اسانتياو برابرولو په برخه کې همکاري او اقدام وکړي. هغه ټينګار وکړ، د هوايي کوريډور د ازمايښتي پړاو ټولې ستونزې دې د اساسي حل په موخه تشخيص شي.جمهور رييس غني د خصوصي سکتور له استازو څخه وغوښتل چې د هوايي دهلېز له لارې له کابل او کندهار څخه پر وخت هند ته د مېوو لېږدولو په موخه دې د افغانستان د موسمي مېوو مهالوېش ترتيب کړي.

نظرات (0 نوشته شد)

مجموعه نتایج: | نمایش:

نظر خود را بنویسید

لطفا کد امنیتی را وارد کنید:

Captcha